کابل، دوږۍ ۲۸مه، باختر
د احصايې او مالوماتو ملي ادارې نوي رئيس مولوي عبدلقاهر ادريس رسماً دنده پیل او د چارو ادارې د لوی رئيس شیخ نورالحق انور او یو شمېر نورو دولتي چارواکو له لوري د دغې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د نوموړې ادارې پخواني رئيس ډاکتر فقير محمد زيار په یاده غونډه کې وویل د تېرو ۳ کلونو په موده کې شاوخوا ۸ ميليونه هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي او د ټولو ولايتونو په مرکزونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو مرکزونو د فعال ساتلو تر څنګ د هېواد په لسو ولسواليو کې هم د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو څانګې پرانيستل شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې په یاده موده کې یې همدارنګه د دغه ریاست په مربوطاتو کې ګڼ شمېر پراختیايي پروژې هم پلې کړې دي او یو شمېر مهمې سروې ګانې هم ترسره شوې دي.
نوموړي د اسلامي امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په ده یې باور کړی و او دغې ادارې د رهبرۍ مسوولیت یې ورسپارلی و.
په ورته وخت کې د چارو ادارې لوی رئيس شیخ نورالحق انور په یاده غونډه کې وویل چې تغير او تبديل د ښې حکومتولۍ اصل دی او دا د وياړ خبره ده، چې د اسلامي امارت ټول چارواکي دغه اصل ته ژمن دي.
انور زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د مشرتابه ټوله هڅه دا ده، چې د چارو واګي وړ کسانو ته وسپارل شي، څو په اخلاص، ايماندارۍ او ښه توګه ولس او هېواد ته خدمت وشي.
په همدې حال کې د احصايې او مالوماتو ملي ادارې نوي رئيس مولوي عبدالقاهر ادریس په یاده غونډه کې د اسلامي امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې پر ده یې باور کړی او ژمنه یې وکړه، چې په ټول توان سره به د ورسپارل شوي مسوولیت د ښه ترسره کولو هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې مولوي عبدالقاهر ادریس تر دې وړاندې د مالیې وزارت د عوايدو او ګمرکونو د معین په توګه دنده ترسره کوله.