سیاستخبرونهټولنهTOP

د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې، په تېر یوه کال کې څه باندې دوه نیم میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د زمري ۱۷مه، باختر

د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په دوام، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې مسئولینو نن د دغه وزارت د تېر یوه کال مهم فعالیتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې خبري غونډه کې، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست ډاکټر فقیر محمد زیار وویل چې دغه ادارې په ۱۴۰۲مالي کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش په ګډون، د بېلابېلو خدمتونو د وړاندې کولو له درکه دوه میلیارده ۵۱۲ میلیونه ۸۵۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې یې سپارلي دي.

ډاکټر فقیر محمد زیار، زیاته کړه چې په تېر مالي کال کې د برېښنايي پېژندپاڼو د ۷۹ وېش څانګو له لارې چې پنځه یې د آسان‌خدمت اړوند دي؛  درې میلیونه ۲۶۵ زره او ۶۰۰ برېښنايي تذکرې وېشل شوي چې د ۱۴۰۱ مالي کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ډاکټر زیار په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه تراوسه پورې، څه باندې ۷.۸ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې او د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل څخه تر دې مهاله بیا ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

همدا رنګه د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د تېر کال په بهیر کې شاوخوا ۵۴۰ زره هېوادوالو ته په مرکز او څه‌ باندې ۲.۵ میلیونه هېوادوالو ته په ولایتونو کې د کاغذي تذکرو او ژوند پېښو اړوند خدمتونه وړاندې کړي او څه ‌باندې ۶۱۳ زره زېږون کارټونه او شاوخوا ۴۱ زره د مړینې پارچې وېشلې دي. 

د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د سرپرست د معلوماتو له مخې؛ دغه ادارې د نورو خدمتونو ترڅنګ، هېواد ته د بهرنیو وګړو د تګ راتګ د ثبت خدمتونه هم وړاندې کوي چې تېر کال د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې د شاوخوا ۲۸ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.

په ورته مهال، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د احصائیې معاونیت سرپرست عصمت الله حکیمي، د دې ادارې احصائیوي ارقام او معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې تېر کال د هېواد په کچه د وګړو سرشمېرنه ترسره شوه چې له مخې یې د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵.۷ میلیونه اټکل شوی چې له دې جملې ۱۸.۲ میلیونه یې نارینه او ۱۷.۵ میلیونه یې ښځې دي. د اټکل شوي نفوس له جملې څخه ۹.۲ میلیونه په ښارونو او ۲۵ میلیونه په کلیو کې ژوند کوي.

حکیمي زیاته کړه چې په ۱۴۰۲ مالي کال کې د هېواد واقعي ناخالص توليد ۱۷.۲۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي چې د ۱۴۰۱ مالي کال په پرتله ۲.۷ سلنه زیاتوالي ښيي. همدا رنګه د هېواد سرانه داخلي ناخالص توليد په ۱۴۰۲ مالي کال کې ۴۹۳ ډالره و چې د ۱۴۰۱ مالي کال په پرتله۷۰ ډالره زیاتوالی لري.

د هغه په وینا، په ۱۴۰۲ مالي کال کې د کانونو د استخراج ارزښت ۶ ميليارده او ۵۱ ميليونه افغانۍ و چې د ۱۴۰۱ مالي کال په پرتله ۴۰.۸ سلنه زياتوالی ښيي او په دغه کال کې د دولتي صنايعو ارزښت ۳ ميليارده او ۲۶۰ ميليونه افغانۍ و چې د ۱۴۰۱ مالي کال په پرتله ۲۹.۲ سلنه زياتوالی ښيي.

د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ په ۱۴۰۲ مالي کال کې د اجناسو صادرات ۱.۸ میلیارده ډالر وو چې د ۱۴۰۱ مالي کال په پرتله ۳.۲ سلنه کموالی ښيي. همدارنګه په یاد کال کې د وارداتو کچه ۸.۵ میلیارده ډالرو ته رسېده چې د ۱۴۰۱ مالي کال په پرتله ۲۴.۴ سلنه زیاتوالی ښیي.

همدارنګه، په ۱۴۰۲ مالي کال کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو شمېر ۳۶۱ زره ۶۸۰ تنو رسېږي چې د ۱۴۰۱ مالي کال په پرتله ۱۰.۷ سلنه زیاتوالی ښيي او د اوبیزې او حرارتي برېښنا د تولید کچه ۹۷ زره ۲۲۷ میلیون کیلوواټ ساعت ته رسېده چې د ۱۴۰۱ مالي کال په نسبت ۰.۵ سلنه زیاتوالی ښيي. 

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د هېواد په مرکز کابل او ولایتونو کې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د آسان خدمت پنځه مرکزونه فعال شوي او څه ‌باندې ۲۳۰ زره هېوادوالو ته د نویو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش، له وېش وروسته خدمتونه، زېږون کارټونه او د مړینو سندونو د وېش خدمات پکې وړاندې شوي دي.

هېره دې نه وي چې په هېواد کې د څلور میلیونه برېښنايي پېژندپاڼو وېشل، په کابل، بلخ، ننګرهار، هلمند او هرات او همدا رنګه له هېواده بهر مېشتو افغانانو ته د عامه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د لا ډېرې آسانتیا برابرولو په موخه په ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیه کې د آسان‌خدمت مرکزونه پرانېستل او د ځینو پراختیايي پروژو پلې کېدل؛ د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د روان (۱۴۰۳) مالي کال مهم پلانونه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته