نړۍ

د احرار الشام ياغي ډلې مشر ووژل شو

دمشق بي بي سي   باختر دوږي دمياشتې ١٩ :
د احرار الشام  د اسلامپالې ياغې ډلې مشر حسن عبود او د دغې ډلې يو شمېر افراد په سوريې کې  د بم  د  چاودنې له امله ووژل شول .
باختر  آژانس د بي بي سي له خولې خبر راکړ:  يو ځانمرګى بريد کوونکى د سوريې    په شمال  د  رام همدان  په ښارکې  د دغو افرادو د  غونډې په بهيرکې ځان  وچاوه  چې له امله يې پنځوسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
احرارالشام د تيرې  سلواغې په مياشت کې په خپلو يو  شمېر غړو د  وژنې له امله 
د داعش ډله مقصره وبلله .
د احرارلشام د سوريې له ياغي ډلوڅخه دى چې د دغه هېواد د جمهوررييس بشاراسد د حکومت پرخلاف جنګيږي .
د  بي بي سي د خبرله مخې: که څه هم دغه ډله سخت اسلامپال تمايلات لري؛ خو د داعش له ډلې سره مخالفه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته