سیاست

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان د افغانستان د ژورنالیستانو له خپلواکې ټولنې سره وکتل

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه
د افغانستان د ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې AIJA اود ژورنالیستانو دحقونو څخه ددفاع ټولنه  CPAJ  ریسانو د اجرائیه ریاست له لومړی مرستیال سره د ژورنالیستانو د ستونزوپه اړه ولیدل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه دافغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان د افغانستان د ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې AIJA اود ژورنالیستانو له حقونو څخه ددفاع ټولنې  CPAJ  ریسانو ته ډاډ ورکړ چې د ملي وحدت حکومت د بیان د آزادۍ او د ژورنالیستانو حقونو دفاع ته ژمن دی .
د افغانستان د ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې AIJA ټولنې مشر رحیم الله سمندر د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان ته د ژورنالیستانو انديښنې اوهغه ننګونې چې په دې وروستيیو کې ژورنالیستانوته پیداشوې وړاندې اوپه ګوته کړي .
سمندر وویل چې په دې وروستیو کې د ژورنالیستانوتهدیونه ، وژنې ، بندي کیدل زیات شوي .
سمندر زیاته کړه : (( دوه ورځې وړاندې  د ننګرهار ولایت دبټې ګوټ په ولسوالۍ کې  دسپین غر راډیو خبریال عاقل وقار دنامعلومو وسله والو کسانو لخوا وژل شوی دی .
سمندر همدارنګه د آزاد خبریال حبیب الرحمن ابراهیمي دوسیه چې دوه کاله وړاندې دبهرنیو ځواکونو لخوا يې په ناقانونه توګه دکابل ښارله کمپنۍ سیمې چاپه واچول شوه اونوموړی يې په باګرام کې نهه ورځې بندي کړ.
سمندر وویل چې بهرنیو ځواکونو دیاد خبریال له کوره کمپيوټر ،کمره او نور ژورنالیستيکي وسایله له ځان سره وړي او پخواني ولسمشر حامدکرزي يې ددوسيې دڅیړلو امر ورکړي وو چې دوسیه يې  دامهال دامنیت په شورا کې ساتل شوې .
سمندر ددې ترڅنګ مالوماتو ته دلاس رسي دقانون په اړه هم خپله اندیښنه داجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته په ډاګه کړه او وي ویل : که څه هم دملي وحدت حکومت  په لومړي کې معلوماتو ته دلاس رسي په خاطر قانون تصویب وکړ ولې  دغه قانون یوڅه نیمګړتیاوې لري .
دده په وینا د معلوماتو دلاس رسي قانون کوم چی دملي وحدت په خپلو لومړیو ورځي کې پاس کړی وو دهغه دتعدیل غوښتنه يي وکړه چې ځينې موارد په کې داسې هم دی چې  مالوماتوته دلاس رسۍ په برخه کې دژورنالیستانو لا س لنډوي .
نومړي داجرائیه ریاست له لومړي مرستیال څخه غوښتنه وکړه ترڅو دژورنالیستانو په ستونزو اودمعلوماتو د لاس رسي دقانون په اړه دوی سره مرسته وکړي ترڅو څه اصلاحات په کې راشي .
د ژورنالیستانو دحقونو څخه ددفاع ټولنې یا  CPAJ مشر عبدالمعید هاشمي هم داجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان د د ژورنالیستانو د خپلواکې اتحادیې دمرستیال شیراحمد حیدر ستونزه وړاندې کړه .
هاشمي وویل څه موده وړاندې دغزني ولایت سیمه ایزو پولیسو د شیراحمد حیدر کور دغزني ولایت دکره باغ په ولسوالۍ کې نیولی اوخپله پوسته يې په کې جوړه کړې .
دهاشمي په وینا که چیرې دغه شان تهدیدونه دژورنالیستانو په وړاندې  ادامه پیداکړي نو کیدای شي چې ژورنالیستان له نوروستونزه سره هم لاس اوګریوان شي .
داجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان دژورنالیستانو داتحاديو له مشرانو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې دژورنالیستانو ستونزه ته به جدي توګه توجه کوي او دا به يي په راتلونکي کې په خپله اجنډا کې شامله وي .
د یادولو وړده چې په دغه لیدنه کې د آزادو ژورنالیستانو ټولنې مشر رحیم الله سمندر ، دژورنالیستانو څخه ددفاع دکمیټې مشر عبدالمعید هاشمي ، د آزادو ژورنالیستانو دټولنې دمشرتابه شورا غړي حبیب الرحمن ابراهیمي ،دژورنالیستانو دټولنې مرستیالانو شیراحمد حیدر اوحجت الله مجددي  هم شامل وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته