-کابل باختر دزمري پنځلسمه :
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجینیر محمد خان د عدلیې وزارت مسلکي مرستيال محمد قاسم حلیمي د دغه وزارت کارکونکو ته ور وپیژاند.
په دغو مراسمو کې د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجينیر محمد خان په ګډون سربیره د عالمانودسراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د کابل پوهنتون رئیس حمید الله فاروقي او د یو شمیر دولتي ادارو چارواکوبرخه اخستې وه.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د عدلیې وزارت مسلکي مرستيال محمد قاسم حلیمي په کار پوه، تجربه کار او وړ شخص وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د عدلیې وزارت له کارکونکو او چارواکو سره به په ګډه د دغه وزارت په کارونو کې مرسته وکړي.
لومړي مرستيال د عدلیې وزارت کارونه په ځانګړې توګه د قانون په برخه کې د دغه وزارت هڅې بریالۍ وبللې او ويې ویل چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او ټول قوانین يې باید د اسلام په چوکاټ او د خلکو او ولس له اړتیاوو سره سم چمتو او وړاندې شي.
لومړي مرستیال هيله څرګنده کړه چې د نوي مرستيال په راتګ سره به د دغه وزارت شته ستونزې هوارې او د ورورګلوۍ او همکارۍ په فضا کې به یې چارې لا چټکې شي. او نوي مرستيال ته يې په نوې دنده کې د بریالیتوب هيله و کړه.
د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د عدليې وزارت یو مهم وزارت وباله او زیاته يې کړه چې د نوي مسلکي مرستيال په راتګ سره به د عدلیې وزارت کارونه لا چټک شي او د ملي یووالي حکومت له مشرانو يې مننه وکړه چې د مسلکي معینیت لپاره یې وړ او په کار پوه شخص وګوماره.
د عدلیې وزارت نوي مسلکي مرستيال محمد قاسم حلیمي د ملي یووالي حکومت د مشرانو له اعتماد څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه چې په ټول توان سره به د خلکو او ولس خدمت او د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وکړي.
0 1 دقیقه لوستل