سیاست

د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په مشرۍ د وزیرانو شورا پرله پسې نوبتي غونډه جوړه شوه.

کابل باختر دلړم  دمياشتې  څلورمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د وزیرانو شورا پرله پسې نوبتي غونډه نن سهار د یادي جلسې د ټولو غړو په ګډون، په سپېدار ماڼۍ کي جوړه شوه.
دوزيرانوشوراددارلاانشالوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ.
د هیواد اجرائیه رئیس د غونډې په پیل کې د امام حسین او د هغه د یارانو د شهادت په خاطر هغوی ته دعا وکړخ او په ټول هیواد کې یې د عاشورا مراسمو د امنیت ساتلو په موخه د امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې.
ډاکټر عبدالله همداراز د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د مشر او په ملي شورا کې د کابل د خلکو د استازي استاد قربان علی عرفاني پر مړینه هم خواشیني وښوده. ارواښادته دفردوس جنت او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
هغه د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د وروستیو څرګندونو په اړه، چې د افغان طالبانو او سولې په اړه یې کړې وې هم بحث وکړی.
ده وویل، چې په پاکستان کې له افغاني طالبانو سره د مبارزې نه کول، په خپل ځان کې دا ویره پیدا کوي، چې ښايي د پاکستان حکومت به د سولې پروسې ته د هغوی په رابللو کې هم صادقانه هڅې نه کوي.
ډاکټر عبدالله زیاته کړه: ((که د طالبانو پر ضد په پاکستان کې مبارزه نه کيږي، نو دا تضمین هم موجود نه دی، چې د پاکستان حکومت دى په رښتیني توګه د سولې پروسې ته د هغوی په رابللو کې کار وکړي، موږ له دې ناحیې اندېښمن یو)).
د هغه په خبره، چې له ترورستي ډلو باید د خپلو سیاسي اهدافو د تر لاسه کولو لپاره ګټه پورته نشي او په ګډه سره ددې ډول ګروپونو پر ضد مبارزه چټکه شي.
اجرائیه رئیس وړاندې وویل، چې ترورستان یوازې او یوازې د خپلو شومو اهدافو لپاره، چې لري یې کار کوي او ان دخپلو بادارانو پر ضد هم راپاڅېدای شي.
ده د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د ترورستي ډلو د فعالیتونو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې د داعش ډلې کړنې، چې په سهیلي او ځینو نورو ولایتونه یې شاهدان ول، د هیڅ مذهب، قانون، ډلې، ژبې او سیمې نمایندګي نه کوي.
د هغه په خبره، چې ددې ډلي ټول فعالیتونه د هر ډول نورم خلاف دي او پکار ده، چې له هر ډول استثنا پرته یې ټول خلک پر ضد مبارزه وکړي.
ډاکټر عبدالله د خپلو خبرو په لړ کې اضافه کړه، چې د تیرې اوونۍ پر مهال يې د هیواد د مشرانو جرګې له رئیس او غړو سره کتلي او د هیواد پر ستونزو یې ورسره تفصیلي خبري کړي دي.
اجرائیه رئیس زیاته کړه، چي سناتورانو ورسره په ناسته کي د کابینې د یو شمېر غړو له چلند څخه سر ټکولی. هغه وزیرانو ته سپارښتنه وکړه، چي منظماً د خلکو له استازو سره ناستي ولري او د هغوی ستونزو او پیشنهادونو ته د قانون سره سمي لاري پیدا کړي.
د وزیرانو شورا ننۍ غونډي ته د هیواد د فاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي وویل، چي د هیواد په شمال او جنوب کي یې د تیري اوونۍ پرمهال بېلا بېل عملیات کړي او د مخالفینو پلانونه یې شنډ کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چي بهرني او کورني ترورستان تر مختلفو شعارونو او نومونو لاندي د خلکو عادي ژوند ګواښي، خو په خبره یې، چی دوی د منظمو پلانونو له مخي عملیات کوي او حالت به ډېر ژر څو چنده بهرت سي.
د وزیرانو شورا د نن ورځي په نوبتي غونډه کي د امو سیند پروژې پر قرارداد، په افغانستان کي د عدلي طب د پرمختګ لپاره پر ترتیب سوي وړاندیز، په هرات ولایت کي د یوه مکتب د جوړېدو لپاره له دفاع وزارت څخه د پوهني وزارت ته د دوه جریبه مځکي پر ورکړه، د ولایتونو په سطحه د پرمختیايي کمېټو د غونډو پر جوړېدنه او د ښاري خدماتو د محصول پر اخستنه هم خبري وسوې.
غونډي ته د هیواد د کانونو او پټرولیم وزیر ډاکټر داود شاه سبا وویل، چي د امو سیند د نفتې حوزې د هایډرو کاربونونو د تولید او تقسیم قرار داد په 2011 میلادي کال کي د یوې چینايي کمپنۍ سره سوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چي د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت او یادي سوي چینايي کمپنۍ ترمنځ په قرارداد سوو ټکو باندي عمل نه دی او په څو مواردو کي یادي کمپنۍ له اړوندو موادو څخه سرغړونه کړې.
هغه یادونه وکړه، چي له پلان سره سم باید په هغه ساحه کي نوري څاه ګاني ایستل سوي وای او دوهم لاس قراردادونه هم افغاني شرکتونو ته ورکول سوي وای، چي له دواړو یې یو کار هم نه دی سوی..
ښاغلي سبا وویل، چي د قرارداد سره سم باید یادي کمپنۍ خپل فعالیت ته دوام ورکړی وای او افغان حکومت ته یې مالیه هم ورکړې وای، خو په خبره یې، چي دې کمپنۍ د اصولو خلاف خپل فعالیت هم درولی دی.
د کانونو وزیر زیاته کړه، چي له وزیرانو جوړ سوي ځانګړي کمېسون هم په دې اړه ناسته کړې او پیشنهاد کوي، چي په پنځو مشخصو ساحو کي د یادي کمپنۍ فعالیت ودرول سي او بعدي مسائل ورسره د خبرو له لاري حل سي.
د هیواد اجرائیه رئیس په یاده موضوع کي د اړوندو وزارتونو تر وړاندیزونو او بحثونو ورسته وویل، چي دا او د کانونو په برخه کي نورټول قراردادونه باید په ښه توګه تطبیق سي، څو آینده کي بهتر فعالیت ته زمینه مساعده او افغانستان له خپلو کانونو د توقع سره سمه ګټه تر لاسه کړي.
هغه زیاته کړه، چي اړوند وزارتونه له یادي چینايي کمپنۍ سره بحثونه وکړي او هڅه دي وسي، چي په یادو برخو کي پرتې ستونزي د مذاکراتو له لاري حل او د قرارداد سره سم فعالیت وسي.
نوموړي یادونه وکړه، چي ننۍ جلسه به یاده مسئله نه فیصله کوي، بلکه د افغان لوري او چینايي کمپنۍ ترمنځ د ناستو وروسته به په دې اړه د هیواد د ملي ګټو په رڼا کي هر اړخیزه پرېکړه کيږي.
اجرائیه رئیس د کانونو وزیر ته سپارښتنه وکړه، چي د امو سیند د نفتې حوزې د هایډرو کاربونونو د تولید او تقسیم قرار داد په اړه لازم اسناد او شواهد هم ترتیب او په دې اړه د جوړېدونکو جلساتو یاد داښتونه هم له ځان سره ولري.
د وزیرانو شورا د ننۍ اجنډا دوهمه موضوع په هیواد کي د عدلي طب بهترۍ او په دې اړه د عامي روغتیا وزارت لخوا پر ترتیب سوي وړاندیز باندي بحث ته ځانګړې سوې وه.
د هیواد د عامي روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز غونډي ته وویل، چي د وزیرانو شورا په عدلي او قضايي کمېټه کي تر بحث او فیصلې وروسته، چي د عدلي طب د بهترۍ لپاره سوې وه، یاد وزارت یو منظم پلان او وړاندیز ترتیب کړی دی.
هغه زیاته کړه، چي ددې وړاندیزونو په پلي کېدو سره به د عدلي طب کیفي کار بهتر او پر وخت و زمان ټولو اړوندو قضایاوو ته په مسلکي توګه رسیدګي وسي.
ښاغلي فیروز یادونه وکړه، چي ددې پلان په تطبیق کي به د خپلو نړیوالو همکارانو همکاري هم طلب کړي او هیله لري، چي د هیواد سیاسي رهبري هم ورسره د اهدافو په تحقق کي لازمه همکاري وکړي.
د عامي روغتیا وزارت لخوا ترتیب سوی پلان او وړاندیز تر هر اړخیزو بحثونو وروسته د وزیرانو شورا لخوا تصویب سو او یاد وزارت ته وظیفه وسپارل سوه، چي د عملي کېدو لازمي لاري چاري یې ولټوي.
د ننۍ غونډي دریمه موضوع د ولایتونو په سطحه د پرمختیايي کمېټو د جوړېدني وه. د هیواد د اقتصاد وزیر د غونډي برخوالو ته وویل، چي د هیواد په یو تعداد ولایتونو کي په منظمه توګه د ولایتي پرمختیايي کمېټو غونډي جوړي سوي او ټول پرمختیايي پلانونه او فعالیتونه پکښي تر بحث لاندي نیول سوي، ولي یو تعداد ولایتونه سته، چي یادي غونډي پکښي په ډېره کمه پیمانه دایري سوي دي.
هغه ننۍ جلسې ته وړاندیز وکړی، چي په ولایتونو کي د پرمختیايي کمېټو د میاشتنیو غونډو جوړېدو ته توجه وکړي او ټول پرمختیايي پلانونه په هماغو ناستو کي مطرح کړي.
اجرائیه رئیس د نورو ذیربطو اداراتو د مسؤلینو تر بحثونو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې ته هدایت وکړی، چي ټولو ولایتونو ته په کتبي او شفاهي شکل سره خبر ورکړي، چي په دوامداره توګه د ولایتونو په سطحه د پرمختیايي کمېټو میاشتنۍ غونډي دایري کړي.
هغه د اقتصاد وزیر ته وویل، چي خپلو اړوندو ریاستونو ته هم خبر ورکړي، چي په جدیت سره د یادو جلساتو د تدویر لپاره فعالیت ورکړي او راپورونه په منظمه توګه تر خپل وزارته ورسوي.
نوموړي د وزیرانو شورا د دارلانشا رئیس ته هم وظیفه وسپارل، چي یاده موضوع د مصوبې په توګه تر اړوندو اداراتو ورسوي او د فعالیتونو راپور د وزیرانو شورا راتلونکي غونډي ته وړاندي کړي.
د وزیرانو شورا په اوونیزه نوبتي غونډه کي نن د کابل ښار په دخولي دروازو کي د ښاري محصول پر اخستلو باندي هم بحث وسو. د کابل ښاروالۍ سرپرست غونډي ته په خپل راپور کي وویل، چي د تیرو کلونو په اوږدو کي دغه چاره هم د حکومت او هم د خصوصي سکتور له ادرسه مخته وړل سوې ده.
هغه زیاته کړه، چي حکومت څو کلونه خپله او بیا د یوې مودې لپاره د قرارداد له لاري د ښاري خدماتو محصول اخسته، خو په وینا یې، چي په دې وروستیو کي له یو تعداد ستونزو سره لاس او ګرېوان سوي دي.
نوموړي یادونه وکړه، چي د زور واکانو شتون او په ځينو مواردو کي د اړوندو قانوني مراجعو لږه همکاري د دوی د یاد کار خنډ ګرځي او وړاندیز کوي، چي د ښار په دخولي دروازو کي د محصول تر لاسه کول دي، د قرارداد په توګه شرکتونو او اشخاصو ته ورکړل سي.
هغه وویل، چي ډېری چلوونکي له فرعي لارو هم ګټه اخلي او دې چاري هم د ښاري محصول ټولولو پروسه ټکنۍ کړې ده. د کابل ښاروالۍ سرپرست یادونه وکړه، چي د محصول ټولولو په قرارداد ورکړه به له دوی سره کمک وکړي، چي هم د اضافي مصارفو مخه ونیسي او هم د بودجې جوړولو پر مهال د خپل عاید معینه اندازه باندي وپوهېږې.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینر محمد خان په غونډه کي وویل، چي د کابل ترڅنګ د ولایتونو ښاروالۍ هم له عین ستونزي سره لاس او ګرېوان دي او په کار ده، چي په دغه موضوع کي تر هر اړخیزو بحثونو او پلټونو وروسته یوه عمومي فیصله وسي، چي په مرکز او ولایتونو کي د تطبیق وړ وي.
په غونډه کي تر بحثونو وروسته فیصله وسوه، چي د اقتصاد د وزیر په مشرۍ د اړوندو وزارتونو او اداراتو یو ګډ کمېسون جوړ او په یاده موضوع کي هر اړخیزي پلټني او بحثونه وکړي.
دا کمېسون به ټولي هغه برخي څېړې، چي ولي مخکنیو میکانیزمونو او سیستمونو کار نه دی کړی او کوم لاملونه ول، چي له خاطره یې پخوانۍ حل لاري له خنډ سره مخ سوي دي.
د جلسې مشر او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله وویل، چي کمېسون دي دخپل کار پر مهال د نړۍ مشهور موډلونه هم، چي په اړونده برخه کي مؤثر ول، مطالعه او د افغانستان شرایطو ته په کتو سره یې، په رڼا کي یو واضح میکانیزم د وزیرانو شورا راتلونکي غونډي ته وړاندي سي.
د نن په غونډه کي همداراز د هرات ولایت د زنګي بابا په سیمه کي د ملي دفاع وزارت اړوندي ۲ جریبه او ۱۸ بسوې مځکه کي د یو باب ښوونځي پر جوړولو هم بحث وسو.
د پوهني وزارت وړاندیز کړی و، چي د ملي دفاع وزارت اړوند یاد ملکیت کي ددوی په واک کي ورکړل سي، څو د هیواد د بچیانو په روزنه کي ترې د ښوونځي په توګه ګټه پورته سي.
د وزیرانو شورا دغه وړاندیز هم تائید او دواړو ذیدخلو وزارتونو ته یې مسؤلیت ورکړی، چي د یادي مځکي د مالکیت د انتقال لپاره اړوندي قانوني چاري په ګډه مخته یوسي.
د وزیرانو شورا د نن ورځي په ناسته کي همداراز د پولیو له مرض سره د مبارزې په اړه هم بحث او د اجرائیه رئیس د وروستۍ لیدني په اړه، چي د ګېټس بنیاد له مشر یې درلوده معلومات وړاندي سول.
د هیواد اجرائیه رئیس د تیري میلادي میاشتي په پای کي امریکا ته د خپل سفر پرمهال هلته د پولیو په برخه کي د ګېټس د مرسته کوونکي بنیاد له مشر بیل ګېټس سره ولیدل او هلته یې د افغان حکومت پر فعالیتونو او د یاد بنیاد پر همکاریو بحث وکړی.
ډاکټر عبدالله له ښاغلي ګېټس سره په لیدنه کي د پولیو د محوې لپاره د افغان حکومت د سیاسي ارادې یادونه وکړه او وویل، چي حکومت له یاد وایرس سره د مبارزې لپاره په ملي سطحه یو کاري ګروپ جوړوي.
د افغانستان د روغتیا وزیر ننۍ غونډي ته وویل، چي دوی د هماغه مجلس په تعقیب د ملي کاري ګروپ د ایجاد لپاره پلان ترتیب کړی، چي پر اساس به یې هرو څلورو میاشتو کي د سیاسي رهبرۍ ترڅنګ، د وزیرانو او والیانو په ګډون ملي غونډي جوړيږي.
اجرائیه رئیس وویل، چي د بېل ګېټس سره په ناسته کي د پولیو ترڅنګ په مرکز او زونونو کي د بېړنیو روغتیايي مراکزو پر ایجاد هم ږغېدلی او یاد بنسټ اماده دی، چي هغه برخه کي هم مرستي وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چي د پولیو په محوه کي له پرمختګونو سره سره ستونزي هم پر ځای پاته دي او اړتیا ده، چي په جدي توګه ورته توجه وسي.
هغه د روغتیا وزارت لخوا ترتیب سوی پلان تصویب کړ او یاد وزارت ته یې وظیفه وسپارل، چي ډېر ژر د یادي کاري کمېټې لومړۍ ناسته د ټولو غړو په ګډون ترتیب کړي.
اجرائیه رئیس روغتیا وزارت ته هدایت وکړی، چي په لومړۍ ناسته کي د اړوندو وزیرانو او والیانو ترڅنګ، د ولایتونو د عامي روغتیا مسؤلین او په روغتیايي برخه کي مرسته کوونکي نړیوالي ادارې هم دعوت کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته