کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٣ مه
د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د مبارکۍ پيغام
د کوچني اختر د رارسېدو له امله سرلوړي او باعزته افغان ملت، په ځانګړي ډول سرښندونکیو امنیتي ځواکونو، د شهیدانو کورنیو، معلولینو او د وروستیو ترهګریزو پېښو ټپيانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم. د روژې په مبارکه میاشت کې ستاسو د عباداتو د قبولۍ ترڅنګ، هیله لرم چې زموږ مسلمان ملت تل له الهي لطف او عنایت نه برخمن وي.
د روژې په مبارکه میاشت کې، چې د رحمت او بښنې میاشت ده، د افغان ملت دښمنانو، کوردله او بې رحمه ترهګرو په بې ساري او خونړیو جنایاتو لاس پورې کړ، چې زموږ یوشمېر بېګناه او روژه لرونکي هېوادوال یې په شهادت ورسول او ډېرې کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې.
سږکال د روژې میاشت د افغان دولت او ملت لپاره یوه ستونزمنه او سخته میاشت وه. په دې میاشت کې د افغانستان دښمنانو د خپلو مزدورو او اجیرو شبکو او کړیو په همکارۍ د ملي یووالي حکومت د ناکامۍ، د سرلوړي افغان ملت د نهیلۍ او ماتې لپاره خپل وروستی زور وازمایه.
په دې میاشت کې، کابل په وروستیو کلونو کې د تر ټولو خونړیو بریدونو شاهد و. د دې بزدلانه بریدونو په پایله کې د زموږ لسګونه روژه لرونکي هېوادوال په شهادت ورسېدل او سلګونه نور ټپیان شول.
دا بریدونه له یوې خوا د عمومي روحیې د کمزوري کولو او د ملي یووالي حکومت د پایو د متزلزله کېدو نو له بلې خوا، د افغان ملت ترمنځ د اختلافونو او نفاق د رامنځته کېدو لپاره ترسره شول؛ خو د افغانستان بدصفته دښمنان باید وپوهېږي چې په دې ډول غیر انساني او جنایت کارانه بریدونه سره نشي کولای چې زموږ خلک د پرمختګ له کاروانه را وګرځوي. افغانستان به د طالبانو د رژیم تورې دورې ته ونه ګرځي.
افغان سر ښندونکي امنیتي ځواکونه له کورنیو او بهرنیو ترهګرو سره مبارزې ته قاطع اراده او راسخ عزم لري. په تېرو څو کلونو کې زموږ یوشمېر سرښندونکیو سرتېرو له ملي حاکمیت او ارضي تمایمت څخه د دفاع او په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په لاره کې خپل ځانونه قربان کړل.
له کوچني اختر نه په استفادې یو ځل بیا د سولې غږ پورته کوم او له وسله والو مخالفانو غواړم چې د خپلې خاورې او خپلو بې ګناه او ملکي کسانو له وژلو لاس واخلي او له خپلې غاړې د پردیو د غلامۍ کړۍ لرې کړي. کورني ترهګر او بهرني ملاتړي یې په تاوتریخوالي، وژلو، د ویرې په خپرولو او وحشت رامنځته کولو سره خپلو موخو ته نه رسېږي. ترور او تاوتریخوالی به استوار او باغروره افغان ملت له پښو ونه غورځوي.
د ملي یووالي حکومت خپلو کمزوریو او په هېواد کې له روانو ستونزو او ننوګونو څخه خبر دی. موږ د ښې او سالمې فضا د رامنځته کولو، هېوادوالو ته د خدماتو د ارایه کولو، د عامه نظم ایجادولو لپاره، په امنیتي، اداري او سیاسي سکتورونو کې پراخو اصلاحاتو رامنځته کېدو ته ژمن یو او باور لرو چې له اصلاحاتو پرته اوسنی وضعیت همدارنګه دوام کوي او له خلکو به قربانۍ اخلي.
یوځل بیا د کوچنۍ اختر د رارسېدو او د روژې د مبارکې میاشتې د پای ته رسېدو له امله تاسو ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایم، د اختر خوشاله ورځې درته غواړم او د بري هیله درته کوم. #
2 2 دقیقې لوستل