ټولنه

د اتو میلیونو افغانیو په لګښت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې جومات رغول کېږي

جلال آباد/دلیندۍ۱۰مه/باختر
د اتو میلیونو افغانیو په لګښت د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې جومات د رغولو چارې پیل شوې.
د جودرې جومات څه موده وړاندې په یوې تروریستې پېښه کې ویجاړ شوی چې لسګونه لمونځ کوونکي هم پکې وژل شوي وو.
د ننګرهارد حج او اوقافو ریيس مولوي محمد داوود مجاهد باختر ژانس ته وويل، چې دغه جومات څلويښت متره اوږدوالی او شل متره پراخوالی لري، چې په پاخه او اساسي ډول به په پنځو مياشتو کې ورغول شي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته