تهران رويترز باختردجوزا دمياشتې ٢ :
له پنځه جمع يو سره دايران داټومي مرکچي دهيت يو نږدې خبرځاى وايي
چې ښايي روسيه په روان کال کې ايران ته د اتو اټومي ريکټورونو دجوړولو
موافقه لاسليک کړي.
د رويترز د خبري آژانس د خبرله مخې : دغه خبرځاى چې دنوم له ښودلو
څخه يې ډډه وکړه وايي امکان لري روسيه په ر وان کال کې له ايران سره
له څلورو څخه تر اتو پورې دريکټورونو دجوړولو موافقه ليک لاسليک کړي
چې لومړى ريکټور به دبوشهر په اټومي بټۍ کې جوړ شي .
لويديځ هېوادونه انديښنه لري چې په بوشهرکې به دسون لګول شوي توکي داټومي وسلو په جوړولو کې وکارول شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ