اقتصاد

د اته پنځوسومليونو ډالرو په ارزښت دکرنې او مالدارى دپراختيا درې پروګرامونه لاسليک شول

کابل باختر دسلواغي  شپږمه
د کرنې او مالدارى د پراختيا د دريو نويو پروګرامونو قراردادونه نن دکرنې او اوبو لګولو وزارت او په کابل کې د بهرنيو موسسوترمنځ لاسليک شول.
د باخترآژانس د خبريال دخبر لهمخې: دکرنې او اوبو لګولو وزير انجنير محمدآصف رحيمي ددغو قراردادونوله لاسليک کولومخکې وويل: د کرنې او مالدارى د پراختيا پروګرام د خلکو په ګډون او له ونډې اخستنې سره دکابل، پروان او لوګر په ولايتونوکې عملي کيږي او د ملګروملتو د سازمان دکرنې د پراختيا د نړيوال صندوق اودکرنې او خوراکي موادو دسازمان له خوا يې ملاتړ کوي .
رحيمي وويل: دغه پروګرام به تر راتلوونکو شپږ کلونو پورې د اته پنځوسو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت په دغو ولايتونوکې تطبيق  شي.
ده وويل: ددغه پروګرام اساسي هدف په کليوالي سيموکې دبې وزلۍ کمښت دى او يوسلو اويا زره  کليوالي کورنۍ به چې نږدې يو نيم مليون وګړي کيږي؛ تر پوښښ لاندې ونيسي .
دغه راز دغه پروګرام به د بنسټونو د ښه والي، د مهارتونو د برابرولو، د نوې تکنالوژۍ  د معرفي کولو، دژوندانه دفرصتونو دپراختيا او دښځو درول دپياوړتيا له لارې دبې وزلۍ په کمښت کې مرسته وکړي.
انجنير آصف رحيمي زياته کړه: دمالدارى اوکرنې د پراختيادنوى پروګرام په فعاليتونوکې د اقليمي سړو خونو جوړول، د اوبولګولو د سيستمونو، حيواني  کلينکونو، د شيدو د راټولولو د سلومرکزونو، د لبنياتو د دريوفابريکو، دحيواني  خوراکي توکو د توليد د دريوفابريکو جوړول، د سبو او غنمو د اصلاح شويو تخمونورواجول، کوچيانوته د تر ويجي  او د حيواني  روغتيا د خدمتونو پراختيا، د پسونو د ښو نسلونو معرفي کول، دبزګري  دبنسټونو پراختيا، د کرکيلې په برخه کې د ښځو د رول پراختيا او د اوبو رسولو د سيستمونو او دسړکونو او لارو جوړول شامل دي .
دغه راز په دې غونډه کې دکابل والي عبدالجبارتقوا، دپروان والي عبدالبصير سالنګي، په ملي شورا کې دپروان ولايت دخلکو استازي  مير رحمن  رحماني،  په ولسي جرګه کې دکابل ولايت دخلکو استازو محمد هاشم اوميرمن ذکيې او د لوګر د ولايتي شورا رييس په وار سره خبرې وکړې .
دکابل والي په دغه ولايت کې د ځينوشنو اوکرنيزو ساحو غصب او په هغوکې د ښارګوټوجوړول ملي خيانت وباله او دکرنې اوبولګولوله وزارت څخه يې وغوښتل  چې خپل ټول فعاليتونه په کروندو د شاړو ځمکو د بدلولو په خاطر واړوي.
قراردادونه د نړۍ دکرنې او دخوراکي  موادو دسازمان ، دافغانستان لپاره د هالند کميټې او د وچو سيمو دنړيوالو تحقيقاتودمرکز مسوولينو دکرنې او اوبو لګولو له وزير سره  لاسليک کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته