د اتفاق ټيم دهرات باستان له ټيم سره او دپيمان ټيم دآريانا له ټيم سره لوبه کوي
کابل باختر د چنګاښ اتمه:
د دولس کلنوځوانانو د فوټبال د جام سيالۍ نن مازيګر په هرات کې په دوو لوبو سره دوام مومي .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د اتفاق ټيم د هرات باستان له ټيم سره او د پيمان ټيم د آريانا له ټيم سره لوبه کوي .
د ضيا د څرګندونوله مخې: د دولس کلنو ځوانانو دفوټبال دجام سيالۍ څه موده مخکې د دولسو تيمونو په ګډون په هرات ښار کې پيل شوې دي چې په پرونيو لوبوکې دآرش ټيم د يوې په وړاندې په څلورو سره د انصاري ټيم ته او د جامې ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د نوايي ټيم ته ماتې ورکړه .