د ابوریحان البیروني علمي او څېړنیز سمینار د جوړېدو ناسته ترسره شوه

کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر

د افغانستان د اطلاعتو او کلتور وزارت د خلکو او فرهنګ ریاست له لوري د ابوریحان البیروني د شخصیت پېژندنې او اسلامي نړۍ ته د ترسره کړو خدمتونو په اړه د علمي او تحقیقاتي سمینار د ترسراوي لپاره ټاکل شوې کمېټې د اطلاعاتو او کلتور وزات د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ خپله تعقیبي ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د یاد سمنیار د تخنیکي اړخونو ترڅنګ د ۴۰ علمي مقالو د څېړلو او چاپ په باب نظرونه تبادله او لازمې پریکړې وشوې.

د یادونې وړ ده چې په یاده کمېټه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي معین په شمول د چارو ادارې، لوړو زده کړو، پوهنې، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو او علومو اکاډمۍ استازي هم شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته