د ابراهیم رییسي د مړینې خبر تایید شو

نړۍ، د غوايي ۳۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ژغورنې ډلو په هلیکوپټر کې د ټولو سپرو کسانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي، چې هڅه کوي د مړو شویو کسانو جسدونه وپېژني.

دې سره د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو د وزیر امیر حسین عبداللهیان او هلیکوپټر کې د نورو سپرو کسانو مړینه په رسمي ډول تایید شوه.

هلیکوپټر پرون تر غرمې وروسته په ختیځ اذربایجان دیزمار ځنګل کې سقوط شوه.

ولسمشر او ورسره مل پلاوی له اذربایجان هېواد سره ګډې پولې ته د یوې پروژې د پرانستې لپاره ورغلی وه.

دهلیکوپټر کې ایت الله سید ابراهیم رئیسي، ایت الله سید محمد علي ال‌ هاشم، دکتر حسین امیرعبداللهیان، داکتر مالک رحمتي، سردار سید مهدی موسوي، د سپاه یو غړی چې نوم یې نه دی اخیستل شوی او د هلیکوپټر پیلوټ او تخنیکي ډله، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، سپاره وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته