خبرونهنړۍ

د ابراهیم رییسي د جنازې عمومي مراسم نن تهران کې ترسره کېږي

نړۍ، د غبرګولي ۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

د هلیکوپټر د سقوط په پېښه کې د مړه شوي ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي، د هغه د بهرنیو چارو د وزیر امیر حسین عبداللهیان او نورو کسانو د جنازې عمومي مراسم نن په تهران کې ترسره کېږي.

دغو مراسمو کې د ګڼو هېوادونو استازي هم ګډون کوي.

روسیه چې د ایران نږدې ملګری بلل کېږي، ولسمشر یې په خپل استازیتوب یو پلاوي ته دنده سپارلې، تر څو په دغو مرسمو کې د ګډون تر څنګ، تهران ته د اړیکو د لا پیاوړي کولو پیغام ورکړي.

د یادو مړو شویو کسانو د جنازې مراسم پرون په تبریز ښار کې پیل او سبا مازیګر به په مشهد کې پای ته ورسېږي.

ابراهیم رییسي او ملګري یې د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران په ختیځ اذربایجان په ځنګلونو کې د هلیکوپټرې د سقوط په پېښه کې مړه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته