د آى اس آى يو جنرال په فارياب کې ووژل شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٩
د پاکستان د استخباراتو (آى اِس آى) د سازمان يو جنرال چې په فارياب ولايت کې يې د تروريستانو د جګړې مشري کوله؛ له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوى دى.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم چې په فارياب کې د تروريستانو پرخلاف د مبارزې مشري کوي؛ خبريالانو ته وويل چې د آى اس آى دغه جنرال په جعلي افغانى هويت سره د افغان خلکو او امنيتي ځواکونو پرخلاف د تروريستانو د جګړى مشري په غاړه درلوده.
جنرال دوستم دغه راز وايي چې په فارياب کې د تررويستانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ په خونړيو جګړوکې د ازبکستاني تروريستانو يو قوماندان قاري ذبيح الله هم وژل شوى او د طالبانو د رژيم د سرحدونو وزير هم ټپي شوى دى.
د جمهور رييس مرستيال د (آى اس آى) د وژل شوى جنرال هويت افشا نه کړ؛ خو ويې ويل چې دغه جنرال په فارياب کې د تروريستانو مشري کوله.
پخوا هم جنرال دوستم ويلي و چې د فارياب ولايت په ګډون په افغانستان کې د تروريستانو مشري د پاکستان د استخباراتو د سازمان د جنرالانو له خوا کيږي.
جنرال دوستم چې د افغانستان په شمال د تروريستي ډلو د فعاليت او شتون له زياتوالي وروسته فارياب ته تللى دى او د دغو ډلو پرخلاف د جګړې مشري کوي؛ ويلي دي چې د پاکستان د استخباراتو د سازمان د جنرالانو او نوکرانو پوز په خاوروکې وسلوي.
په همدې حال کې په فارياب کې د جګړې په لومړۍ ليکه کې د جنرال دوستم په شتون سره تروريستان له سختو تلفاتو سره مخامخ شوي دي .
د را رسيلو رپوټونو له مخې: د المار او قيصار د ولسواليو زياتې برخې د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې د تروريستي ډلوله شتون څخه پاکې شوې دي او يواځې د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ د تروريستانو د شتون ډګر دى.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال ويلي دي چې دتروريستانو له شتون څخه د فارياب له بشپړ پاکولو وروسته به کندز او بدخشان ته لاړ شي چې په دغو ولايتونو کې د تروريستانو پرخلاف دجګړې مشري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته