د آى ، او ، ام د دفتر يو کارکوونکې ووژل شو.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١
د  آى ،  او ، ام د دفتر يو کارکوونکې تيرماښام د نيمروز ولايت دزرنج ښار په معصوم آباد سيمه کې ووژل شو.
دنيمروز د والي ويندوى احمد عرب باختر اژانس ته وويل :  دغه کارکوونکې دوه ويشت کاله عمر درلود او دوو ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په  ډزو سره ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه :  د وژنې انګيزه تر اوسه پورې روښانه  نه ده دپيښې عاملين له ساحې څخه په تيښتې  بريالي شوي او پوليس د هغوى د موندلو لپاره پلټنې  پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته