د آموسيند د هېواد د شمال لپاره د اوبو ستره منبع ده
کابل باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
د اوبو نړيواله ورځ نن په بلخ ولايت کې ونمانځل شوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ د انرژۍ او اوبو وزارت د پروژې جوړولو د سروې رئيس انجينر تميم بهادر زاده چې په بلخ ولايت کې د اوبو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې خبرې کولې وويل چې ؛ د هېواد په شمال کې د اوبو دکمښت ستونزو د حل لپاره د آمو سيند د اوبو ستره منبع ده چې له بده مرغه افغانستان نه يوازې د آمو له سيند څخه استفاده نه ده کړې بلکې د آمو سيند زموږ دهېواد ځينې برخې هم ويجاړوي چې د دغو ويجاړيو اصلي عامل د ګاونډيو هېوادونو يو اړخيز ټينګښت دى .
په دې غونډه کې د شمالي دريايي حوزې رئيس انجينر عصمت الله عصمتي وويل چې د هېواد شمال حوزه په کال کې دوه اعشاريه نهه ميليارده مکعب متره اوبو ته اړتيا لري او دغه ستونزه نه حل کيږي .
عصمتي زياته کړه چې د هيواد په شمال حوزه کې د اوبو دکمښت د له منځه وړلو لپاره د سرپل ، فارياب ، بلخ او د جوزجان په ولايتونو کې د اوبو د پنځو سترو بندونو د جوړولو لپاره هلې ځلې ترسره شوي دي خو د بودجې د کمښت ، د تدارکاتو په کميټه کې د ستونزو او د ناامنيوله امله کارونه يې ځنډول شوي دي.
په دې غونډه کې د بلخ ولايت د اوبو رسولو رئيس حشمت الله وطنيار وويل چې ؛ د آموسيند د افغانستان او د ازبکستان، ترکمنستان او د تاجکستان د هېوادونو په څه ناڅه ١٢٠٠ کيلومتره پوله کې غځيدلي دى خو د هېواد د شمال حوزې اوسيدونکي نه دي بريالي شوي څو د ګاونډيو هيوادونوپه شان د آمو سيند له اوبو څخه زياته استفاده وکړي خود اوبو ترڅنګ تږي دي.