د آلمان جمهور رئيس د افغانستان د عالمانو شورا له يو شمېر غړيو سره وکتل

کابل باختر دليندي  اته ويشتمه
د آلمان جمهور رئيس ښاغلي یوخیم ګاک د قيام الدين کشاف په مشرۍ د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا او د سولې د عالي شورا له يو شمېر غړيو سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ چې هېواد به يې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم له افغانستان سره په اقتصادي او پوځي برخو کې خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.
ښاغلي ګاک د عالمانو شورا غړيو ته وويل چې زه پوهېږم تاسو د افغانستان د سولې په بهير کې مهم رول لوبولى شئ، ځکه تاسو د افغانستان له بيلابيلو قومونو سره پراخه اړيکې لرئ.
په دې غونډه کې د افغانستان د عالمانو په استازيتوب مولوي قيام الدين کشاف او د کابل پوهنتون استاد محمد اياز نيازي خبرې وکړې، ويې ويل چې ديني عالمانو د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان په مهمو مسائلو کې د پام وړ رول لوبولى او اوس هم غواړي په ګران هېواد کې د سولې لپاره خپلې هڅې تر سره کړي.
دوى وويل: آلمان د افغانانو لپاره د مرسته کوونکو هېوادونو په منځ کې ځانګړى مقام لري او دغه هېواد له افغانستان سره په اقتصادي، فرهنګي او پوځي ډګر کې مرستې کړي دي چې افغانان به يې هېڅکله هم هېرې نه کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته