د آغاخان دفتر په بغلان کې روغتيايي مرکز جوړوي
کابل باختردکب دمياشتې٢٨ نيټه :
د بغلان ولايت په مرکز کې ديوه روغتيايي مرکز د جوړولو تفاهم ليک د عامې روغتيا د وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز او په افغانستان کې د آغاخان د پرمختيايي شبکې د سياسي استازي نورجهان مواني ترمنځ پرون لاسليک شو.
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ دعامې روغتيا وزير د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په مراسمو کې وويل ؛ د آغاخان پرمختيايي شبکه دافغانستان دعامې روغتيا د برخې له مهمو همکارانو څخه ده چې تل يې د روغتيا له برخې سره په مهمو او حياتي برخو کې همکاري کړې ده.
ده زياته کړه دغه مرکز د شلو بسترو په ظرفيت سره جوړيږي چې دغاښونو ، لابراتوار، راديولوژۍ او د زړه دګراف په برخوکې به په وړيا ډول سره روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي .
نورجهان مواني وويل چې د اغاخان پرمختيايي شبکه په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې د پانګې اچونې او د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيتونو دلوړولو په دوام ژمنه ده. پاى ج ذ