د آسیا زړه ـ اسټامبول بهیر د سترو چارواکو د ناستې مطبوعاتي اعلامیه

کابلباختر د کب د مياشتې٢٩
باکو – د آسیا زړه ـ سټامبول بهیر(سام) د لویو چارواکو ناسته د روان کال دکب په ۲۸ مه نېټه د آذرباېېجان په باکو ښار کې دایره شوه . دغه ناسته د افغانستان  اسلامي جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او د آذرباېېجان جمهوري د بهرنیو چارو وزارت د بین المللي امنیت ریاست رئیس ښاغلي قیامحمدووف په ګډ ریاست دایره شوه.  په دې ناسته کې د آسیا زړه هیوادونو سترو مقاماتو ، او د آسیا زړه  – اسټامبول بهیر ملاتړو هیوادونو ، سیمه ییزو او بین المللي سازمانونو  ګډون کړی ؤ.
په دغې ناسته کې آذرباېېجان هیواد څخه د آسیا زړه – اسټامبول بهیر او ۲۰۱۷ کال کې دآذرباېېجان په  باکو کې د سترو مقاماتو په لومړی ناسته کې د بهرنیو چارو وزیرانو د اووم کنفرانس کوربه توب او ګډ ریاست په خاطر هرکلی وشو. سربیره پر دې، په دې ناسته کې د اعتماد رغونې د شپږو ګامونو په  اجرا کې د پرمختګ رپوټ د مخکښو هيوادونو له خوا ترڅېړنې لاندې ونېول شو.. د دغې ناستې په بهیر کې، دسیاسي مشورتونو ترنامه لاندې ، افغانستان دکورنیو امنیتی او سیاسي ننګونو په باب یو لنډ رپوټ ګډونوالو ته وړاندې کړ..همدغه راز ګډونوالو خپلو ویناو بهیر کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو ځواکمنولو او افغانستان او سیمه کې امنیت او سوکالی ته لاسرسي لپاره د یوې برنامې په حیث  د آسیا زړه –  اسټامبول بهیر اهمیت په اړه ټینګار وکړ. همدغه شان هغوی د سولې ، امنیت او اقتصادي پراختیا سمبالتیا لپاره د افغانستان دولت له هلو ځلو څخه ملاتړ لپاره پرخپلو ژمنو هم ټینګار وکړ . د آسیا زړه – اسټامبول بهیر ۲۰۱۶ کال کلنۍ رپوټ  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لخوا چمتو او پدغه ناسته کې پېل او وړاندې شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته