د آسیا زړه دهیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په دریم کنفرانس کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر ډاکټر زلمي رسول بیانیه

کابل_باختر د ثور دمياشتې٧:
د آسیا زړه دهیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په دریم کنفرانس کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر ډاکټر زلمي رسول بیانیه
آلماتا-قزاقستان
بسم الله الرحمن الرحیم
جلالتمآب جمهور رئیس نور سلطان نظربایوف،
زما ګران ګډ مشر جلالتمآب د بهرنیو چارو وزیر ادریسوف،
د بهرنیو چارو جلالتمآبو وزیرانو، د آسیا زړه د هیوادونو او د استانبول بهیر د ملاتړو هیوادونو د هيئتونو مشرانو،
د سیمه ییزو سازمانونو عمومي منشيانو، د قدر وړ هيئتونو، محترمو میلمنو،
آغلو او ښاغلو:
د افغان د حکومت په استازیتوب او د استانبول د بهیر د دایمي ګډ مشر په توګه، زما لپاره د خوښۍ ځای دى چې تاسې ته د آلماتا په ښکلي ښار کې د آسیا زړه هیوادونو دریم کنفرانس ته هرکلی وایم. له دغه فرصت نه په ګټې اخیستنې سره همداراز غواړم چې د استانبول بهیر موجوده ګډه مشر د قزاقستان جمهوریت حکومت او ولس ته د نن ورځې د کوربه توب، د غوره ترتیبوونو او موږ ټولو ته د سخاوتمندانه او تودې میلمستیا د وړاندې کولو له امله خپله شخصي او د ټولو ژوره منندوینه وړاندې کړم. په واقیعت کې قزاقستان، د بهرنیو چارو وزیرانو د دریم کنفرانس د کوربه توب له لارې او د استانبول بهیر د یوه ژمن برخه اخیستونکي په توګه د خپل مشرتوب رول لوبوي.
موږ په افغانستان کې خپل ورور ګاونډي هیواد قزاقستان سره خپلو اړیکو ته زیات اهمیت ورکوو. د افغانستان-قزاقستان دوستي، د ګډې جغرافیې، تاریخ، کلتور، مذهب چې موږ یې د پیړیو راهیسې شریکوو، ټینګې ریښې لري او د واقعي دوه اړخیز درناوي، ګډو ګټو او د سولې، امنیت او سوکالۍ د ګډې هیلې پر بنسټ ولاړې دي.
همداراز غواړم چې جلالتمآب جمهور رئیس نظربایوف نه د بشري مرستې د چمتو کولو او تر ټولو مهمه د قزاقستان په پوهنتونونو کې د درس په موخه افغان محصلانو ته د ۱۰۰۰ بورسونو د ورکولو په ګډون، افغان ولس سره د هغه د شخصي مرستې له امله ځانګړې مننه وکړم. قزاقستان د دغو بورسونو له لارې په بیلا بیلو برخو کې د افغانانو د وړتیا لوړونې سره مرسته کوي. موږ به نن ورځ یو د دغو افغان محصلانو څخه واورو.
د سوداګرۍ، ترانزیت او په بیلا بیلو برخو کې د تجربو د تبادلې په ګډون، موږ قزاقستان سره همکارۍ ته د ودې کولو او پیاوړتیا لپاره لیواله یو.
موږ په افغانستان کې د کانونو، کرنې، سوداګرۍ او ترانزیت د لوړو ګټو د سکتورونو په ګډون، د پانګونې په زړه پورې فرصتونو نه د ګټې اخیستنې په موخه قزاقي سوداګرو او شرکتونو ته هرکلی وایو. جلالتمآب ښاغلي جمهور رئیس، زموږ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا به د استانبول بهیر له لارې په سیمه کې د باور او همکارۍ د غښتلیتیا په موخه موږ سره د ګډ لید په لاسته راوړلو کې نیغه مرسته وکړي.
اجازه راکړې چې د ملاتړ کوونکو هیوادونو او سازمانونو نه چې د دغه میز خوا شا یې استازي شتون لري، د استانبول بهیر د پیل څخه د دوی د ارزښتناکې علاقې، مرستې او زموږ د بریا په موخه د تلپاتې ژمنې له امله هم مننه وکړم.
غواړم چې د باور جوړونې د شپږو تدابیرو په قوي توګه د تایید او د دغو تدابیرو د پلي کیدنې  په لور د مشخصې مرستې په برخه کې د خپلو ملاتړکوونکو د څرګندونو په اړه ځانګړې ټینګار وکړم. د استانبول بهیر په اډانه کې زموږ د هڅو لپاره د دغه ډول ګټورو او اغیزمنو ملاتړکوونکو شتون د هغو موضوعګانو د سیمه ییز حل او اوارولو په موخه مرکزي اهمیت لري چې نه یواځې د دغې سیمې د راتلونکي لپاره مهم دي بلکه همداراز د سولې، امنیت او په نړیواله کچه پرمختګ سره هم نیغ په نیغه تړاو لري. زه همداراز د بهرنیو چارو وزیر داوود اوغلو او د ترکیې د مشرتابه نه ځانګړې مننه کووم.
آغلو او ښاغلو:
مخکې له دې چې وړاندې لاړشم او د شفافیت او همکارۍ د پیاوړتیا په اړه خپله روحیه څرګنده کړم، اجازه راکړې چې په کابل کې د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستني کنفرانس وروسته، یوه داسې موده چې پکې موږ د یو شمیر مهمو پړاونو نه تیر شوی یو، د افغانستان د حالاتو په اړه  تاسې ته  لنډ معلومات وړاندې کړم.
د لیږد روان بهیر؛ افغان ملي امنیتي ځواکونه نن ورځ د افغانستان د نفوس شاو خوا ۹۰ سلنه امنیتي مسؤلیت پر غاړه لري. دا د لیږد د بهیر، چې د راتلونکي کال تر پایه به بشپړ شي، د ستراتیژیک او همداراز تاکتیکي بریا څرګنده ښودنه کوي، او د دې څرګندونه کوي چې نن ورځ افغان امنیتي ځواکونه کولې شي په خپلواکه توګه افغان ولس نه ساتنه وکړي او د افغانستان نه د کورنیو او بهرنیو ګواښونه پر وړاندې دفاع وکړي.
د امنیتي مسولیتونو لیږد سره په موازي توګه، افغان حکومت هر اړخیزې هلې ځلې کوي ترڅو روان تاوتریخوالي ته یو سیاسي حل پیدا کړي. دا اوس یو څرګند واقیعت دی چې د افغان ولس غوڅ اکثریت د یو سیاسي حل په ټینګه سره ملاتړ کوي.
هر هغه څه چې اوس ورته اړتیا لرو هغه د بهرنیو زیدخلو هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان اسلامي جمهوریت، ریښتیني او عملي همکاري ده. موږ هیله من یو چې دغه ډول ریښتینې او عملي همکاري به راتلونکو اونیو او میاشتو کې د دواړو هیوادونو د سولې او امنیت په ګټه وي.
موږ په قطر کې د مذاکراتو د ممکنه دفتر د پرانیستولو چې په اصل کې مو ورسره هوکړه کړې، په ګډون، د سولې په هلو ځلو کې خپل نړیوال او سیمه ییز همکاران هم شریکوو.
موږ همداراز په یوه مهم اقتصادي لیږد کې یو. په دې برخه کې، موږ د تیرې جولای په ټوکیو کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې د اساسي مرستو د ژمنو نه، چې د افغانستان د ملي بودیجې پیش بینې شوې مالي تشه به د ۲۰۱۵ نه د ۲۰۲۴ پورې د بدلون د لسیزې له لارې ډکه کړي، مننه کوو. دا کار به موږ ته د دې فرصت راکړې چې د ځان بسیاتوب په لور، د افغان اقتصاد د لاپرمختګ او د کانونو، کرنې، ترانسپورت او ترانزیت په ګډون په بیلا بیلو مهمو ګټورو سکتورونو کې د پانګه اچونې د جذبولو له لارې د خپلو ملي عوایدو د زیاتوالي له لارې، چټک ګامونه پورته کړو.
په همدې حال کې، موږ په چټکتیا سره د یو بل تاریخي مهم پړاو د ۱۳۹۳ کال د وري میاشتې د جمهوري ریاست د ټول ټاکنو په لور روان یو.
افغان حکومت د شفافو، عادلانه ، شفافو او مشروع ټول ټاکنو د ترسره کولو په موخه ټول اړین ګامونه پورته کوي چیرته به چې ټول مستحق افغانان وکولې شي خپله رایه وکاروي. د دغو ټول ټاکنو بریا به د ځوانې افغانې ولسواکۍ ریښې ټینګې او د تیرې لسیزې تاریخي لاسته راوړنو پياوړې کړي.
په افغانستان کې د لیږد بهیر، د سولې او روغې جوړې د هڅو، ټول ټاکنو او اقتصادي لیږد په اړه زموږ ډله ایزه بریا به د سیمه ییزې همکارۍ د ودې په موخه زموږ د ګډ لید په برخه کې یو معنی لرونکې اغیزه ولري.
آغلو او ښاغلو:
په ترکیې کې د ترکي مشرتابه لاندې د استانبول د بهیر (تاریخي بدلون د نښې) په لاره اچولو راهیسې یواځې ۱۷ میاشتې تیریږي، د آسیا زړه هیوادونو فعاله ونډه همداراز د دوی له لوري د دغه بهیر ملکیت او زموږ د مهمو ملاتړ کوونکو قوي ملاتړ. دغه اوولس میاشتې ښایي ډیر وخت کې ښکاره شي.
خو که چیرې موږ په خپله سیمه کې د متعددو، ژورو اختلافاتو، د ریښتینې، پایله لرونکې همکارۍ د ودې پیچیدګیو او ستونزو  اوږد تاریخ په یاد کړو، او بیا یې په استانبول کې د ۲۰۱۱ کال کې د نومبر د میاشتې د دویمې نیټې د بهرنیو چارو وزیرانو د لومړي کنفرانس لاسته رواړنو سره مقایسه کړو، په ډاډ سره دعوی کولې شو چې موږ اوږد سفر کړیده.
آغلو او ښاغلو، په واقیعت کې په افغانستان کې زموږ له نظره، په تیره لسیزه کې د استانبول بهیر د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د ډیرو هڅو نه تر ټولو بریالې بهیر وو او همدغه شان به روان وي. د دغه فرصت نه په ګټې اخیستنې سره غواړم چې د استانبول بهیر د ټولو برخه اخیستونکو هیوادونو نه د دغه بهیر په بریالیتوب سره د مخته وړلو په موخه د دوی د ژمنو او زیار له امله مننه وکړم.
زموږ پرمختګ زموږ د روغې ژمنې او د لید لوري اړتیا ښکارندویی کوي او د هغه اساسي عناصر چې موږ ترې ځوریږو او زموږ په ضرر دي زموږ په سیمې کې اختلافات، بې باوري، بد ګمانۍ، غلط تفاهم او د مخلصانه همکاریو نه شتون او متناقضي اجنډاوې په غېږ کې نیسي. موږ په دې پوهیږو چې موږ له ورته ننګوونو او پدیدو سره چې تر ټولو لومړی او مهم دي مخامخ یو لکه تروریزم، د تاوریخوالي ډک افراط پالنه او د نه منلو وړ اقتصادي معاملاتو ټیټه کچه دی. 
موږ په دې هم پوهیږو چې د آسیا زړه هېوادونه بنسټیزې ګټې چې امنیت، ټیکاو او هوساینه دي یو بل سره په ارګانیک او نه بېلیدونکي ډول یو بل سره تړلي دي. داسې پایداره امنیت، ټیکار او هوساینه به یوازې د آسیا زړه سیمي کې به یوازې د دې سیمي هېوادونو ترمنځ د با مسوولو، ریښتني او پایله لرونکي همکاریو په پایله کې راتلی شي. او په پای کې دا زموږ په توان کې دی چې دا اړین باور رامنځته کړو او د پایله لرونکي همکاریو څخه ډاډ ترلاسته کړرو او دا هغه وخت دی چې باید عملي ګامونه پورته کړو.
آغلو او ښاغلو!
په دې لار کې د باور جوړونې شپږو تدبیرونو لپاره د تطبیق پلان چې یو زیات شمېر موضوع ګانې لکه د ناورین مدیریت، د تروریزم او مخدره توکو سره مبارزه، سوداګرۍ، زیربناوې او پوهنه په غیږ کې نیسي، زموږ لوړ پوړو چارواکو له خوا په بریالۍ سره جوړ او تایید شو او نن د تصویب لپاره موږ ته وړاندې شوی دی. د دې پلانونو د جوړونې پړاو په بهیر کې په پراخه کچه د اړوندو وزارتونو او اداراتو څخه زموږ ارتباطي مسوولینو د آسیا زړه هېوادونو په اتو پلازمېنو کې ۱۰ ځلي سره یو ځای وکتل ترڅو دې موضوع ګانو ته د رسېدلو لپاره سیمه ییز پلانونه جوړ کړي. له دې پلانونو څخه ځیني یې د سږ کال ځانګړو فعالیتونو د پلانونو او د راتلونکي لپاره مهال ویش شویو فعالیتونو له لارې، بشپړ شوي دي.
په حقیقت کې د باور جوړونې تدبیرونه د دې بهیر یو له ثابتو عناصرو څخه دی چې زموږ د ګډو ننګوونو لکه د تروریزم او مخدره توکو د ستونزو د حلولو او پر خپلو شته اقتصادي لیدلورو باندې پانګوونې لپاره موږ ته د فرصت په راکولو کې ډېر اغیزمن دی.
په ورته توګه موږ د دې بهیر د سیاسي سلا او مشورو له لارې له خپلو نږدیو او سیمه ییزو ګاونډیانو سره د اړیکو په بیا رامنځته کولو او پیاوړي کولو کې د پام وړ پاملرنه کړي دي.

آغلو او ښاغلو!
موږ په شته سیمه ییزو سازمانونو او نوښتونو کې خپل غړي توب ته ډېر ارزښت ور کوو او د دوی په پیاوړي کولو کې خپلو همکاریو او د استانبول بهیر له لارې د دوی په بشپړولو کې پر خپلو ژمنو باندې بیا ټیانګار کوو.
د دې موخې پر بنسټ په سیمه ییزو سازمانونو کې موږ د افغانستان رول د ارزونې بهیر پېل کړي دي ترڅو په هغو ټولو سازمانونو کې چې موږ یې غړیتوب لرو د یو فعال رول د درلودلو څخه او همدارنګه د دې سازمانونو په هڅو کې د افغانستان د ګډو هڅو څخه هم ډاډ ترلاسه کړو.
آغلو او ښاغلو!
اوس چې موږ د استانبول په بهیر کې د نظر ورکولو له پړاو څخه د تطبیق په حال کې یو، په ځانګړي توګه د باور جوړونې ۶ لومړیتوب شويو تدبیرونو په اړه چې زموږ د نني کنفرانس په اعلامیه کې ذکر شوي دي، موږ ټولو ته لازمه ده تر څو د دې بهیر څخه د مرسته کوونکو هېوادونو د مرستې او د تطبیق د پړاو لپاره د مشخصو لارو په هکله په تفکر کولو سره په اغیزمنه او موثره توګه د سرچینو په راټولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړو.
زموږ د لید لوري له اړخه، یو له هغو لارو څخه چې موږ کولای شو د اوږد مهال تطبیق لپاره هڅه وکړو، په دې میز کې راټول شوي د آسیا زړه هېوادونو او مرسته کوونکو هېوادونو مالي سرچینې په یو امانتي صندوق کې را یوځای کول دی.
زموږ د نظر له اړخه دا کار د باور جوړونې د هر یو لومړیتوب شوي تدبیر تر چتر لاندې د دې کنفرانس څخه وروسته په راتلونکو ورځو، اوونیو او میاشتو کې په اغیزمنه او دوامداره توګه د محسوسیدونکو پروژو تر کار لاندې نیولو ته اجازه ورکوي.
آغلو او ښاغلو!
په پای کې یو ځل بیا غواړم ټینګار وکړم چې د استانبول بهیر له لارې چې موږ پرې هوکړه کړی د سیمه ییز صادقانه، پایله لرونکې او پیاوړي همکارۍ روزنه، د افغانستان د بهرني سیاست یو بنسټیز او دایمي برخه جوړوي. دا یوازې په دې مانا نه ده چې افغانستان له هره اړخه د آسیا زړه یوه برخه ده او و به اوسي بلکه له هغه څخه زیات موږ په افغانستان کې هوډ لرو چې د یو ځمکنۍ پول او ځلورلاري په توګه په سیمې کې خپل ریښتنی ځای بېرته پیدا کړو. او موږ په دې پوهېږو چې په سیمه ییزو همکاریو کې د بریالیتوب پرته، دا خورا مهمه موخه چې په هر ډول وي، د لاسرسۍ وړ به نه وي. نو موږ پوهېږو چې افغانستان د سیمه ییزو همکاریو او بریا یووالي څخه زیاته ګټه پورته کوي، خو موږ په دې هم پوهېږو چې د افغانستان د شا او خوا هېوادونو لپاره اوږدمهالې سولې، هوساینې او پرمختیا ته رسېدو لپاره تر ټولو اغیزمنه لار، سیمه ییزې همکارۍ دي.
ځکه نو د یو ګډ رئیس په توګه اجازه راکړئ چې د استانبول د بهیر په اړه خپل بشپړې ژمنې باندې تاسو ته ډاډ درکړم. د هغه عالي لومړیتوب لپاره چې موږ سیمي ته قایل یو، تېر کال مو د بهرنیو چارو په وزارت کې د ریاست په کچه یوه اداره رامنځته کړ.
زه یو ځل بیا په ځانګړي توګه د استانبول د ۱۴ ګډونکوونکو هېوادونو څخه غواړم چې د دې بهیر موخو او مقاصدو ته پر خپلو ژمنو باندې ټینګ پاتې شي او له ټولو غواړم چې خپل انفرادي او جمعي هڅې تجدید کړي تر څو په راتلونکي پړاو کې محسوسیدونکي خو پیاوړي پایلو سره مخ پر وړاندې لاړ شو.
په دې برخه کې زه غواړم د ګډ رئیس څخه د نن ورځې د کوربه توب او د شخصي ژمنې او د یو زیات شمېر بورسونو د نوښت او د جلالتمآب جمهور رئیس نظر بایوف د هدایاتو په شمول چې پر بنسټ یې ۱۰۰۰ افغان محصلین به د قزاقستان په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي، افغانستان سره د هغوی د دوامدارو مرستو څخه مننه وکړم. 
دا د پاییدونکو بدلونونو او د سیمه ییزو سرچینو د یو ځای کولو یوه ښه بېلګه ده. د داسې بېلګو د تحقق لپاره، جمهور رئیس ستاسو په اجازه، زه غواړم راضیه سروري ته وار ورکړم چې د هغو افغان محصلینو د ډلي استازیتوب کوي، چې ستاسو په هېواد کې زده کړې کوي.
ډېره زیاته مننه!
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته