د “آسیایي همکارۍ لپاره د ډیالوګ” ټولنې په لومړۍ ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس حامد کرزي د وینا متن

بسم الله الرحمن الرحیم
والاحضرت شیخ صباح الاحمد،
د دولتونو او حکومتونو محترمو رئیسانو،
جلالتمآبانو،
مېرمنو او ښاغلو!
اجازه راکړﺉ چې په پیل کې د کوېټ د دولت د امیر والاحضرت شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح د بلنې له امله د "آسیایي همکارۍ لپاره د ډیالوګ" تر نامه لاندې په تاریخي ناسته کې د افغانستان د اشتراک لپاره، مننه وکړم. دغه راز له والاحضرت امیر او د کویټ له خلکو نه ددې ناستې لپاره د عالي ترتیباتو او د هغوی د ګرم هرکلي او مېلمه پالنې له امله مننه او قدردانی کوم. په دې وخت کې غواړم چې په دغه منطقوي سازمان کې له ټولو غړیو هېوادونو څخه چې موخه یې همکاري او ډیالوګ دی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د غړیتوب لپاره د هغوی د ملاتړ له امله مننه وکړم.
افغانستان باورلري چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ټایلند د شاهي دولت په نوښت د آسیا په وچه  کې د همکارۍ تر عنوان لاندې د دغې ټولنې جوړیدل د آسیا د توان د ټینګښت او بسیج کولو او په یوې یو موټې او غوړیدلې کورنۍ باندې د دغې سترې وچې د بدلولو په لاره کې یو مهم او لوړ ګام و، چې پورته شو.

د کوېټ دولت په دوو سببونو د قدرداني وړ دی، یو د آسیایي همکاریو د ټولنې د لومړۍ ناستې د کوربه توب او مېلمه پالنې له امله او بل د آسیا د خلکو له ګټو نه ددغه هېواد د فعال ملاتړ او د سوله ایزې، باثباته او غوړېدلې راتلونکې لپاره ددغې وچې د خلکو د هیلې د تحقق په خاطر.
په دې ځای کې غواړم چې ددغه سازمان په چوکاټ کې د وجهي صندوق د جوړولو لپاره د والاحضرت د وړاندیز هرکلی وکړم او له دغه  صندوق سره د هغوی د ۳۰۰ میلیون ډالرو مرستې د اعلام له امله قدرداني وکړم. د دوو میلیاردو ډالرو دغه صندوق، په لږ پرمختللو هېوادونو کې د پراختیایي فعالیتونو د ملاتړ په موخه پېشنهاد شوی دی. هیله لرم چې نور غړي هېوادونه به هم د آسیا دوچې د سلامتۍ او سوکالۍ لپاره، له دغه صندوق سره مرسته او همکاري وکړي.
زه باور لرم چې یوازې په اتحاد او ګډو هڅو سره کولای شو ددغې ټولنې لوړو موخو، د آسیا دوچې د وړتیاوو تقویت او بډايو  منابعو ته ورسېږو.
افغانستان د دغې ټولنې اساسي اصولو لکه مثبت فکر، داوطلبانه خدمت، صراحت او تنوع منلو ته، احترام کوي.

ښاغلی رئیس!
د آسیایي همکارۍ لپاره د ډیالوګ ټولنه د سرتاسري اډانې او لومړنۍ ټولنې په توګه کولای شي د یوه حیاتي پیوند په توګه آسیایي هېوادونه له یو بل سره ونښلوي او د یوې کورنۍ په محور، له نورو سازمانونو څخه له تقلید او یا د نورو په وړاندې له بلاک جوړولو پرته، سره راټول کړي.
زه په دې باور یم چې د آسیایي همکارۍ لپاره د ډیالوګ ټولنه د سولې، امنیت او زموږ د هېوادونو د پراختیا پر وړاندې د موجودو ننګونو په اړه د صادقانه او ګټور ډیالوګ او بحث لپاره یو بې ساری فرصت برابروي. د همدغې ټولنې له لارې کولای شو د آسیا په وچه  کې د فرهنګونو او تمدنونو تر منځ د ګډ سوله ایز ژوند ریښې پیاوړې کړو.
ښاغلی رئیس!
زه بشپړ باور لرم چې په دغه مهم آسیایي جوړښت کې د افغانستان غړیتوب کولای شي د سیمې د سوکالۍ او غوړیدو په موخه د سیمه ایزو همکاریو د ټینګښت لپاره یو ښه فرصت برابر کړي.
په پای کې، اجازه راکړﺉ چې یو ځل بیا د آسیایي همکارۍ لپاره د ډیالوګ دټولنې په لومړۍ ناسته کې دد کویټ دولت د کوربه توب له امله مننه وکړم او  له دغه مهم او پر وخت نوښت څخه د افغانستان پر ژمنه او ملاتړ یو ځل بیا ټینګار وکړم.
له تاسو مننه کوم
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته