سیاست

د آسيا د زړه دهيوادونو د بهرنيو چارو دوزيرانو غونډه په چين کې جوړيږي.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
دبهرنيو چارو  وزارت ويندوى جانان موسي زي نن په خپلې اوونيزې خبري  غونډه کې  وويل  ټاکل شوې ده د آسيا د زړ دهيوادونو به داستانبول دبهير دبهرنيو چارو دوزيرانو غونډه دراتلونکې لمريز کال د  وږي  په مياشت کې په چين کې جوړه شي.
دباختر آژانس دخبريال له مخې :
دبهرنيو چارو وزارت  ويندوى  په دې خبرې غونډه کې د آسيا د زړه دهيوادونو  يا داستانبول د بهير دجګپوړو کارکونکو دغونډې دجوړولو په باب چې په نوي  ډيلي کې جوړه شوى  ده  وويل :  په دې غونډه کې داستانبول دبهير دټولو غړو هيوادونو او ددغه بهير کې ملاتړو جګپوړو مقاماتو ګډون کړي وو چې ددغې غونډې  ګډ مشرتوب افغانستان او چين په غاړه  درلود.
دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى  وويل    چې داستانبول د بهير جګپوړو کارکوونکو   په چين کې ددغه بهير د بهرنيو چارو د وزيرانو دغونډې دجوړولو    په باب د خبرو ترڅنګ دغړو هيوادونو   ترمنځ   د خبرو اترو، د  افغانستان   په  محوريت دسيمې دهيوادونو د  امنيت ، له تروريزم سره د  صادقانه مبارزې د   سيمه ييزې همکارۍ د ژورتيا او پراختيا دعنصر په توګه دبريښا د انرژۍ  او دکاسا  پروژو او د تايپې  د پروژې دافغانستان د راتلونکو انتخاباتو او دافغانستان د دولت دسولې دبهير په اړوند لازمې خبرې اترې ترسره شوې.
د ده دڅرګندونو له مخې :   ټاکل شوې ده په چين کې داستانبول دبهير دبهرنيو چارو دوزيرانو دغونډې له جوړيدو مخکې ددغه بهير دجګپوړو کارکوونکو دوه غونډې په کابل او چين کې جوړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته