ښوونه او روزنه

د آزموينو ملي ادارې خبرتيا

کابل / د زمري ۸مه / باختر
د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې او د کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د ديني علومو او متفرقه شپې پوهنځيو د آزموينو د داوطلبانو د بايومتريک معلوماتو ثبتول او د آزموينې د کارټونو د وېش بهير د ټولو کرونايي شرايطو له په پام کې نيولو سره پيل شوى دى.
د آزموينو ملي ادارې مسوولينو د تخنيکي کارکوونکو په زياتوالي سره، د داوطلبانو د بايومتريک بهير ګړندى کړى دى او داوطلبان له ځنډ پرته بايومتريک کېږي.
دغه راز د بايومتريک معلوماتو د ثبتولو په ځايونو کې ټولنيز واټن، نظم او شفافيت په پام کې نيول شوي دي.
په یادو پوهنتونونو کې د آزمويني د شموليت کارټونو د وېش او د بايومتريک معلوماتو د ثبتولو بهير سبا د روان کال د (زمري په ٩ مه) هم دوام کوي او د شپې، له پولي بهر، متفرقه او د ديني علومو آزموينو ټول داوطلبان بايومتريک کېږي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته