د آریانا افغان هوایي شرکت الوتکې افغان مسافرین له عربي متحدو اماراتو څخه خوست نړیوال هوایي ډګر ته ولېږدول
کابل/ د غبرګولي ۳۱مه/ باختر
نن د لومړي ځل لپاره د آریانا افغان هوایي شرکت B-737 الوتکې ۹۰ هېوادوال له عربي متحدو اماراتو څخه خوست نړیوال هوایي ډګر ته ولېږدول.
دا الوتکه نن سهار په اتو بجو او لسو دقیقو په خوست نړیوال هوایي ډګر کې کښته شوه.
دا لومړی ځل دی چې د خوست نړیوال ډګر له جوړېدو وروسته له بهره یو مستقیم پرواز ترسره کېږي. دا د هغو افغانانو لپاره ښه زېری دی چې د خوست او شاوخوا ولایتونو اصلي اوسېدونکي دي او په عربي متحدو اماراتو او همدرانګه د خلیج په نورو هېوادونو کې کار کوي.