ورزش

د آريا د فوټبال ټيم افغان ټيم ته ماتې ورکړه

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
په هرات ولايت کې د فوټبال د دويم ګروپ د ټيمونو سياليو نن سهار په يوې لوبې سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې د آريا ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره په افغان ټيم بريالى شو.
د ضيا د څرګندونو له مخې: په هرات کې د فوټبال د دويم ګروپ سيالۍ دوه ورځې مخکې د دولسو ټيمونو په ګډون پيل شوې دي.
د يوبل خبرله مخې:
ټاکل شوي ده سبا په هرات کې ورزشي نندارې ترسره شي.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت د مرستيال ضيا الحق ضيا د څرګندونو له مخې: دغه نندارې د شهيد د اوونۍ په درناوي د يوې ورځې لپاره ترسره کيږي او د نندارې په پاى کې به امنيتي ځواکونه هم وستايل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته