خبرونهفرهنګTOPټولنه

د آريانا قاموس (پښتو – پښتو) لومړی ټوک چاپ شو

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

د آریانا قاموس (پښتو – پښتو)لومړی ټوک له ( آ – ت توري پورې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري په ۹۱۸ وزيري سايز مخونو کې چاپ شو.

د دغه قاموس کاري ډله کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ او د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز علمي غړي دي.

دا چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري پخوانی چاپ شوی (پښتو – پښتو تشـريحي قاموس) د ښېګڼو ترڅنګ ځينې نيمګړتياوې هم لرلې، نو له یوې خوا همدغو نیمګړتیاوو ته په کتو او له بله پلوه په ژبه کې د نویو اړتیاوو ته په کتو، د نویو وییونو رامنځته کېدل (نوې لغت جوړونه، له بهرنیو ژبو، پښتو ته د وییونو راتلل) او نورو هغو لاملونه موږ اړ کړو، ترڅو د وخت غوښتنو ته مثبت ځواب ووایو او داسې یو قاموس ولیکو چې له «پښتو ـ پښتو تشریحي قاموس» څخه یو څه متفاوت، د وییونو زېرمه یې هم زیاته او غني وي.

له بلې خوا د قاموس لیکنې د میتودونو له مخې باید په قاموسونو باندې بیا بیا کار وشي او نوې راټولونې په کې وشي، ترڅو نوي کلمات په کې ځای پر ځای شي او لا ښې اسانتیاوې رامنځته کړي.

په دغه یو ژبیز تشریحي قاموس کې تر ډېره د وخت غوښتنې او اړتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

په دغه قاموس کې د ځینو وییونو د سمې سپړنې او تشـریح لپاره د اړتیا پر اساس متلونه، اصطلاحات او بیتونه هم راغلي او دا ترې په ډاګه شوې چې یاد لغت باید څنګه تلفظ شي او کومه معنا ترې واخیستل شي.

په دغه قاموس کې تر ټولو مهمه خبره د وییونو د تکرار مخنیوی او له لهجوي مسایلو څخه را وتل دي.

د یادولو ده چې اوسمهال د اریانا قاموس د پاتې کار او نورو ټوکونو د بشپړولو چارې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته