سیاستخبرونهاقتصادTOP

د آذربایجان ملي سوداګر: زموږ پانګه وال په افغانستان کې له پانګونې سره ځانګړې لېوالتیا لري

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د آذربایجان له ملي سوداګر محمد موسی سره وکتل.

باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان او آذربایجان د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د آذربایجان ملي سوداګر ویلي دي: د آذربایجان سوداګر او پانګه وال په افغانستان کې له پانګونې سره ځانګړې لېوالتیا لري او غواړي په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

هغه، دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه څخه غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې په جوړول کې ورسره همکاري وکړي.

همدا رنګه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي چې اوسمهال په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تامین دی او د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.

نورالدین عزیزي ډاډ ورکړی چې دغه وزارت په هېواد کې د هر ډول پانګونې ملاتړ کړی او هم د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګه والو لپاره یې د لا زیاتو آسانتیاوو د برابرولو په لاره کې پر له پسې هڅې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته