دېرش طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
په غزني کې ۳۰ وسله وال طالبان تېره شپه د کومانډو د حانګړې قطعې ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان باختر آژاتس خبريال ته وويل: د ملي اردو د کومانډو د ځانګړې قطعې ځواکونو په عملياتو کې چې د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ په غزني ښار پورې اړوند آرزو کلان ساحه کې ترسره شول؛ په پایله کې یې ۳۰ وسله وال طالبان ووژل شول.
امان زیاته کړه: په دغو عملياتو کې ۵۰ مشکوک کسان نيول شوي او د طالبان وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. دغه راز په عملياتو کې شاملو ځواکونو له دغې ساحې څخه ٣٠ ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل.
ختم-ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته