نړۍ

دګيني جمهور رييس دنوي حکومت د جوړولوفرمان صادر کړ.

کونا کرى- ايرنا – باختر دسلواغې دمياشتې ١
په  لويديځه افريقا کې د ګيني جمهور رييس الفاکنده تيره شپه د  مخالفو افرادو په حذفولو او د صدراعظم او دپخوانۍ کابينې دڅه دپاسه نيمايي غړو په ساتلو سره د نوي حکومت دجوړولو فرمان  صادر کړ .
له کوناکري څخه دفرانسې دخبري آژانس دخبرله مخې : 
دګيني صدراعظم محمدسعيد خوفانا چې د شنبې په ورځ له خپلې درې ورځې استعفي سره سره په خپل مقام کې پاتې شو دپخوا په شان د ٣٤ تنو وزيرانو په ګډون دحکومت په سرکې نولس تنه  وزيران به يا په خپلو پخوانيو پستونو اويا يو نوي پستونو کې پاتې شي خو پنځلس تنه نور وزيران به له کابينې څخه وايستل شي او نوې څيرې به دهغوي ځاى ونيسي .
دغه فرمان د دسمبر دمياشتې د ٢٨ نيټې له انتخاباتو  وروسته صادر شوى چې د دى سبب شو دآلفا کنده په مشرۍ دګينې دخلکو دتجمع ګونداو دهغه دکوچنيو شريکانو سره د دغه هيواد په مجلس کې غوڅ  اکثريت ترلاسه کړى او مجلس خپل کار تيره اوونۍ پيل کړي دي .
دفرانسې خبري آژانس خبر ورکړ  که  څه هم دغه انتخابات د هغه څه په  دليل چې سرغړونې  بلل شوى دي دمخالفو لورو او دنړيوالو څارونکو د انتقاد  وړ ګرځيدلي ده له خو له کلونوکلونو نا آراميو وروسته  به هيواد دولسواکۍ له ستنيدولو سره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته