کابل – باختر د لړم دمياشتې ٥
پخواني ټلويزيوني کمډين (يمي مورالس) چې د سياست په نړۍ کې هيڅ سابقه نه لري؛ د ګواتيمالا د جمهوري رياست د انتخاباتو ګټوونکى شو.
د مورالس شعار چې د انتخاباتو په دويم پړاوکې يې وکولاى شول په سلوکې ٧٢ رايې ترلاسه کړې؛ په ګواتيمالا کې له فساد سره مبارزه وه.
د ده سياله د ګواتيمالا د پخواني جمهور رييس ميرمن ساندار تورس وه چې زياتره کسان هغه په ګواتيمالا کې د نامحبوب سياسي سيستم يوه برخه بولي.
دغه انتخابات د پخواني جمهور رييس (اوتو پرزمالينا) له ګوښه کيدو او نيولو څخه يوه مياشت وروسته ترسره شول.
زياتره رايې ورکوونکي مورالس د خپل هيواد د حالاتو د ښه والي لپاره يې نوې هيله بولي.
ده د خپل کليوالي اصل او نسب په باره کې له داستانونو او په هغو فعاليتونو سره چې د څوارلسو کلونو په بهيرکې په ټلويزيون کې تعريف کړې وې؛ وکولاى شول د ډيروکسانو رايې جلب کړي.
0 1 دقیقه لوستل