کابل باختردسلواغې دمياشتې ١ :
دګل پاچا الفت دمړينې دپنځه ديرشم تلين له امله داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمعين پوهنمل نبي فراهي پيغام
دلغمان محترم والي ، فرهنګيانو اودلغمان ولايت پتمنو خلکو !
دکابل دپوهنتون ديو استاد اوددغه ميړني او ادب پال هيواد دپښتو اودري ادبياتو ديو مينه وال په توګه دالفت ددغې غونډې له ستاسو سازمان ورکوونکو څخه مننه اوقدرداني کوم.
الفت دشعر اوادب ميړنئ په دوو ژبو پښتو اودري يې شعرونه ويل او دهېواد دشعر او ادب دلرغوني تاريخ پاڼې يې زياتولي.
دارواښاد ګل پاچا الفت ياد دې تل وي دادب ، سياست اومطبوعاتو دبرخې ددغه خدمتګار پاتې شوي اثار زموږ دملي فرهنګ يوه برخه ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ