کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
دمدني ټولنې او دبشر دحقوقو فعالانو بنسټونو نن په مزارشريف ښار کې دګرديز ښار په امام زمان جومات وروستى ځانمرګى بريد وغانده .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دغه بنسټونه په مزارشريف ښار کې دروضې مبارک ته څيرمه په يوه اعتراض کوونکى غونډه کې په ديني مرکزونو تروريستي بريد او دمسلمانانو وژنه وغندله او ويې ويل په ديني مرکزونو بريدونه د انساني موازينو پرخلاف دي او په اسلام پورې هيڅ اړه نه لري .
په بلخ ولايت کې مدني فعال سيد محمد يزدان پرست د دولت له وسله والو مخالفانو څخه وغوښتل چې له جګړې څخه لاس واخلي او دسولې له بهير سره يوځاى شي .
ويل کېږي له ١٣٨٤ کال څخه راپديخوا دهېواد په کچه په څه ناڅه نوي جوماتونوکې تروريستي بريدونه شوي دي چې په سلګونو تنه لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې دى .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل