ټولنه

دکيان دسيمې اوسيدونکي په مخابراتي آسانتياوو برلاسى پيدا کوي.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
دبغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ دکيان د درې اوسيدونکي دافغان تيلي کام په مخابراتي خدمتونو برلاسى  پيدا کوي.
په همدې مقصد دافغان تيلي کام يوه  مخابراتي دستګاه  پرون د دوشي ولسوالۍ دکيان په مرکز کې مونتاژ  او و درول شوه.
د بغلان ولايت دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ  رييس فيض الله ارغند  باختر آژانس ته وويل  په مخابراتي خدمتونو د نه لاس بري په نسبت ددغې ساحې خلک له جدي ستونزو سره مخامخ  وو چې ددغې دستګاه په مونتاژ او درولو سره دهيواد نورو سيمو سره د هغوي ټيلفوني اړيکې  په نږدې راتلوونکې کې تامينيږي او دمخابراتي شبکې دنشتوالۍ له پلوه دکيان د مرکز د اوسيدونکو ستونزې به په بشپړه توګه لرې شي.
يوه اړونده خبرځاى وويل :  د دغه  آنتن په   درولو سربيربه ١٥   نور   آنتنونه  هم
د ده صلاح ، خوست ،بورکې ، دوشي او دمرکزي بغلان په ولسواليو او په پلخمري ښارکې مونتاژ ، درول شوي او  فعال شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته