امنیت

دکوکنارو زياتوالي په اندرابو کې دشاتو حاصلات کمښت موندلى دى .

-کابل باختر دزمري اتلسمه :
په اندرابو کې دکوکنارو دکروندو زياتوالي دمچانو د فارمونو د شاتو په توليداتو ناوړه اغيزه کړې ده .
دمچانو دروزنې د فارم مسوول ډاکتر خليل زلمي دباختراژانس خبريال ته وويل تيرکال دپل حصار  او دده صلاح ولسواليو بيلابيلو سيمو ته دزرګونوصندوقه مچانو په  ليږدونې سره موڅه دپاسه يوټن شات ترلاس کړل خوسږ کال په اندرابو کې دچرسو او دکوکنارو  دکرکيلې په زياتوالي او دګل لرونکو بوټو په له منځه وړلو سره دشاتو توليد زيات کمښت موندلى دى .
دبغلان ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې رييس فضل احمد اندرابي  وويل  دچرسو اوکوکنارو دکروندو زياتوالي دقانون نه تطبيق  او دکوکنارو دکروند ته اړول  ددغې ستونزې درامنځته کيدو سبب شوي دي .
ده زياته کړه دبغلان په پنځو ولسواليو کې په اته سوه پنځوس هکتاره  ځمکه کې کوکناراو چرس کرل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته