دکويټې ښار دچاودنو له امله دسردزيان دشمير نږدي سلو تنو ته ورسيد

 

کويټه  باختر دمرغومي دوه ويشتمه

 دبلوچستان ايالت په کويټې ښار کې په دوو پرله پسې چاودنوکې چې تيرماښام وشوي دنهو تنو پوليسو او دخصوصي تلويزيون ددريو تنو عکاسانو او خبريالانو  په ګډون څه ناڅه شپږنوي تنه ووژل شول او څه دپاسه يوسلو اويا تنه نور ټپيان شول .  دباختر اژانس دخبر له مخې  په لومړۍ پيښه کې ځانمرګي بريدکوونکي خپل چاوديدونکي توکي دکويټې ښار دعلم دره واټ په رحمت الله چوک کې  وچول او کله چې خبريالان ، دژغورنې ټيمونه او پوليسو دپيښې  ځاى ته ورسيدل  دويمه چاودنه وشوه .

 دپاکستان تلويزيوني خبري ټيم هم ددغې پيښې درپوټ برابرولو لپاره ساحې ته رسيدلي و چې دويمه چاودنه وشوه چې کارکوونکي برسيرن ټپيان شوي دي . او دسپرلۍ موټر يې په قسمي ډول ويجاړ شوي دي ، دپوليسو افسران ، درسنيو کارکوونکي  او مرستندوي کارکوونکي هم ددغې پيښې په قربانيانو او ټپيانو کې شامل دي او څرنګه چې دځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوي دي  دسردزيان دشمير دزياتوالې امکان شته .

 دپاکستان د جيو خبري شبکي کمره مين چې په دې پيښه کې وژل شوى دى دعمران شيخ په نامه پيژندل شوى دى او په دې پيښه کې  ددغه خبري جينل يو انجنير هم ټپي شوى دى .

 دغه چاودنې دبريښنا دمزو دشليدو سبب شوي دي او دبريښنا ويش هم بند شوي دي .

 دا دريمه چاودنه ده چې په يوه ورځ کې دکويټې  په ښار کې کيږي مخکې له دې يوه بله چاودنه دکويټې ښار دبچه خان چوک په سيمه کې وشوه چې له امله يې ديو سرحدي پوليس او دوو تنو ماشومانو په ګډون دولس تنه وژل شوي وو او څلويښت تنه نور ټپيان شوي و و .

  ختم_ عطاالله _ اکرم

يو امريکايي پوځي په افغانستان کې ووژل شو .

٥ – کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه

 په افغانستان کې دوسله والو طالبانو دبريد له امله يو امريکايي سرتيري ووژل شو

 په دغه پوځي چې هويت يې نه دى په ډاګه شوي پرون دافغانستان په ختيځ کېکله چې په ګزمې بوخت و ، دطالبانو له خوا بريد وشو او و وژل شو .

 په افغانستان کې د ميشتو دامريکايي پوځيانو قوماندان باختر اژانس  ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره دخپل دغه سرتيري  وژل کيدل تاييد کړل خو دده هويت او ددغي پيښې دقيق ځاى يې په ډاګه نه کړ .

 دتيرې اوونۍ په بهير کې يو امريکايي پوځي دافغانستان په جنوب کې په يوه ورته پيښه کې و وژل شو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته