امنیت

دکويټې د شورا يومهم غړى اود طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان ترور شو

کابل باختر د مرغومي شپږمه :
دکويټې د شورا د رهبرى دکميټې يو مهم غړى او د طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو په بريدکې ووژل شو .
په ده پرون ناوخته د پاکستان دکويټې ښار په پښتون آبادسيمه کې کله چې له ساتوونکي سره يې کوم ځاى ته روان و؛ د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شو.
ملانور الله دکويټې د شورا د رهبرى دکميټې مهم غړى او د وسله والو طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان و.
ويل کيږي د افغانستان په جنوب په تيره بيا په زابل ولايت کې زياتره تروريستي بريدونه دکويټې د شورا د دغه مهم غړى له خوا ترسره کيدل.
د زابل ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر غلام جيلاني فراهي وايي چې دکويټې د شورا او د طالبانو د ډلې دغه مهم غړي په زابل کې د تروريستي بريدونو په ترسره کولو او ځانمرګو بريدونو ته دځوانانو په جلب او جذب کې رغنده رول درلود.
له بلې خوا د افغانستان دکورنيو  چارو وزارت يوه مسوول له باخترآژانس سره په اړيکه کې د ملانورالله وژل کيدل تاييدکړل او ويې ويل چې دى د کويټې د شورا  او د وسله والو طالبانو د ډلې يو ډير کليدي غړى و او په افغانستان کې په زياترو نا امنيوکې يې لاس درلود .
د زابل ولايت د سيوري د سيمې اصلي اوسيدونکى  ملانور الله په تيرو وختونوکې يوجهادي قوماندان و او د امريکا دمتحده ايالاتو تر څارنې لاندې اشخاصوڅخه و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته