امنیت

دکوهستاناتو په ولسوالۍ کې دبريښنا -١٤ عمليات پاى ته ورسيدل .

کابل باختر  دمرغومي اوومه :
دجوزجان ولايت دکوهستاناتو په ولسوالۍ کې دبريښنا _ ١٤ په نامه  چاڼيز پوځي عمليات د ١٦ تنو وسله والو  طالبانو په وژل کيدو او د ٢٢ تنو نورو طالبانو په ټپي کيدو سره تيره شپه پاى ته ورسيدل .
د ٢٠٩ شاهين  قول اردو ددريمې  لوا قوماندان بريد جنرال  غلام فاروق  احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل  په دغوعملياتو کې  چې ١٥ ورځې   دکوهستاناتو په ولسوالۍ کې دوام درلود ١٦ تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او ٢٢ نور طالبان ټپيان شول .  دغه راز په دغې ولسوالۍ کې ١٦ کلي دوسله والو طالبان له شتون  څخه پاک شوي دي او دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
يوه اړونده خبرځاى  وويل سره له دې چې دهوا حالات د عملياتو دترسره کولو لپاره ښه نه و، خو سره له دې هم دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت په ګډون افغان امنيتي ځواکونو دغه عمليات  په برياليتوب سره ترسره کړل .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې،  دکوهستانات ولسوالۍ اوسيدونکوله امنيتي ځواکونوسره ښه همکاري  لرله او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى .  خو دعملياتو په بهير کې يو پوليس شهيد او درې تنه نور پوليسان ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته