کابل /دليندي١٥مه /باختر:
دکونړ ددانګام ولسوالی په اړوندو سیموکی ددفاعی اوامنیتی ځواکونو په ګډون اود۲۰۱ سیلاب قول اردو ددويمی پلی لوادقوماندان په مشرۍ دوسله والو مخالفینو دله منځه وړلواود ډاډمن امنیت په موخه دسیلاب دویمی څپی (۹) نمبر عملیات پرون دتوپچی اوهوایی قواووپرمټ پیل کړل.
په تیرو(۲۴) ساعتوکی ددغه لایت ددانګام ولسوالی د دیره ګۍ په سیمه کی دتوپچی قواوو او دپلې پرسونل په بریدونوکی دلشکرطیبه پنځه غړي وژل شوي او(۲) تنه نوریی ټپیان شوی دي.
همداشان دهغوي یومرکزویجاړشوی يوه داشکه ، يوتوغندى او(۲) میله کلاشینکوفونه یی هم لمنځه وړل شوي دي.په دغو عملیاتوکی بل چاته زیان نه دی اړول شوی
عملیات په بریالیتوب سره دوام لري ختم-ف
0 د یوې دقیقې څخه لږ