کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
د کونړ ولايت په ځينو سيمو تيره شپه هم د پاکستان له خوا راکټي بريدونه شوي دي .
د رارسيدلو خبرونو له مخې : په همدې شپه څه ناڅه ٤ توغندي د ډيورند کرښې ته څيرمه د کونړ ولايت په سرحدي سيمو لګيدلي دي خو ويل کيږي چې ددغو بريدونو له امله د سر زيان نه دى اوښتى.
په تيرو لسو ورځو کې د هيواد په ختيځ کونړ او نورستان ولايتونو کې د پاکستاني پوځيانو له خوا ډير سخت راکټي بريدونه شوي دي چې له امله يې څه ناڅه درې تنه ملکي وګړي شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي .
د رارسيدولو شميرنو له مخې : ددغو بريدونو له پيل څخه تر اوسه پورې څه ناڅه لس زره توغندي د کونړ او نورستان د ولايتونو په مربوطاتو لګيدلي دي چې د ديرشو تنو د وژل کيدو او د لسګونو تنو نورو ملکي وګړو دټپي کيدو سبب شوي دي.
دغه راکټي بريدونه دغه راز دځينو کورونو او کرنيزو ځمکو د ويچاړيدو سبب شوي دي او په سلګونو څاروي يې هم له منځه وړي دي .
0 1 دقیقه لوستل