دکونيو چارو وزارت ابلاغيه
کابل -باختر د تلې دمياشتې ١
دکونيو چارو وزارت ابلاغيه:
دهغو پاکستاني ورځپاڼو خپرېدل چې دطالبانو په ډلې پورې اړوندو مخصوصو کړيو له خوا په افغانستان کې دعامه ذهنونو دمعشوش کيدو سبب کيږي او په دې وروستيو وختوکې دافغانستان دخلکو دګټوضد خپرونو په توګه او دطالبانو د ويندويانو دتبليغاتو دمنبع په توګه په غرضې او له حقيقت څخه لرې خپرونو لاس پورې کوي، د هيواد په ختيځو ولايتونو په تيره بيا دننګرهار، کونړ او د نورستان په ولايتونوکې زموږ دهيواد والو ناراضي سبب کيږي او دتورخم له لارې دافغانستان خاورې ته ليږل کيږي؛ منع اعلام شوى دى .
دکورنيو چارو وزارت دلومړۍ نمبر سرحدي زون او دننګرهار، کونړ او د نورستان ولايتونو امنيه قوماندانانوته دلارښوونې په ترڅ کې ددغو خپرونو واردول منعه اعلام کړي دي او دهغو د راټولولو امريې کړې. دغه خپرونې چې په دې وروستيو وختو کې دافغانستان خاورې ته راليږلې کيږي، زيا تره نشراتي مواديې په مشخصه توګه پر افغان ځواکونو بريدکوي. دافغانستان د خلکو دديني، فرهنګي اوټولنيزو ارزښتونو پرخلاف دي چې دافغانستان خاورې ته راليږل کيږي چې خپرونې يې زموږ په هيواد کې دبيان دآزادى دټولو منل شويو ميعارونو پرخلاف دي.