کابلباختردميزان ١٣
دکورني امنيت دشورا په غونډه کې چې دهيواد د کورنيو چارو د وزيرپه مشرۍ جوړه شوه دامنيتي مسلو په باب خبرې وشوې .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ور: کړ په دې غونډه
کې دکورنيو چارو وزيرمحمدعمرداود زي دامنيتي حالت، دجمهوري رياست او
د ولايتي شوراګانودانتخاباتو د امنيت د تا مينولودهيواد دملي پوليسو د روزنې اوسمبالولو دلويولارو دامنيت اودسرحدي ځواکونو دپياوړتيا په باب خبرې وکړې او ويې ويل ، چې دهيواد حساس حالت ته په پاملرنې سره د کورنيو چارو وزارت مشرتابه په ټول توان سره به دهيواد دامنيتي حالت دعملي کولو په لاره کي هلې ځلي وکړي
دکورنيو چارو وزير د١٣٩٣ کال دجمهوري رياست اود ولايتي شوراګانو دانتخاباتو د ترسره کولو لپاره دزميني برابرول دپوليسو له مکلفيتونو څخه وبلل او زياته يې کړه چې دکورنيو چارو وزارت دهيواد له نورو امنيتي ځواکونوسره په همغږۍ سره به هلې ځلې وکړي چې دجمهوري رياست اود ولايتي شوراګانو دانتخاباتو دترسره کولو په لاره کې پراته امنيتي ګواښونه له منځه يوسي اوددغو انتخاباتو لپاره دې مناسب بستر برابر کړي
دولسي جرګې دکورني امنيت دکميسيون رييس ميرداد خان نجرابي په دې غونډه کې دهيواد دامنيتي حالت په باب دپارلمان دغړو انديښنه طرحه اودولسي جرګي د انديښنو د لرې کولو په خاطر يې خپل پيشنهادونه اونظريې وړاندې کړي .
غونډه د برخه والود نظريو په راټولولو او ديولړ پريکړو په تصويب سره پاى ته ورسيده .
ديو بل خبر له مخې : دهيواد د کورنيوچارو وزيرمحمد عمر داودزي دکورنيو
چارو وزارت له معينانو او له نويو ټاکل شويو رييسانو اوقوماندانانو سره په غونډه کې ددوي مسوليتونه او کاري استقامتونه د کورنيو چارو وزارت دپروګرامونو اولومړيتوبونو په رڼا کې بيان کړل او د اداري فساد له منځه وړل
يې له خپل مهموکارونو څخه وباله او زياته يې کړه چې د اداري فساد پرخلاف دمبارزې په لنډ مهالو او اوږد مهالوپروګرامونواودملي پوليسو په ليکو کې دهغې دکچې دراټيټولو ژمنه مو کړې ده او په دې لاره کې به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه و نه کړو .
داود زي دملي پوليسو په ليکوکې دښځو په زياتوالي ټينګار وکړ او ويې ويل چې دښځينه پوليسو شمير له پنځو زرو څخه لسو زرو ته لوړيږي چې دغه کار جدي هلوځلو ته اړتيا لري
0 1 دقیقه لوستل