کابل باخترد لړم د مياشتې ٢٠ :
دکورنيو چارو وزير دکابل دترافيکو له مسوولينو سره په کتنه کې دکابل ښار ترافيکي ستونزې وڅيړلې .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دکورنيو چارو وزير ستر جنرال تاج محمد جاهد په دې بيان سره چې په کابل ښارکې ترافيکي حالت دقناعت وړ نه دى اوخلک له دې پلوه شکايت لري وويل؛
دترافيکو پوليس بايد عدلي او قضايي مرکزونو ته دسرغړونکو دپيژندلو او معرفي کولو په لاره کې جدي عمل وکړي چې ترافيکي قوانين او مقررات لازيات او په ښه توګه تطبيق شي او په ښارکې ترافيکي نظم او دسپلين واکمن شي.
دکورنيو چارو وزير زياته کړه چې ترافيکو پوليس بايد هغه وسايط چې قانوني سندونه نه لري او دتورو ښيښو لرونکي وسايط او نور هغه وسايط چې په غير قانوني ډول په ښارکې تګ راتګ کوي او دترافيکو دبهير دګډوډيدو او دترافيکي پيښو سبب کيږي ودروي او هغوى ته اجازه ورنکړي چې ترافيکي نظم ګډوډ کړي اوپه ښارکې دګڼه ګوڼې سبب شي .
دکابل دترافيکو لوى رئيس مل پاسوال محمدشفيق سعيدي په کابل ښارکې دترافيکي ستونزو دتائيدولو او دترافيکي ستونزو دعواملو دبيانولو په ترڅ کې وويل چې دترافيکو رياست به هلې ځلې وکړي چې له ټولو موجودو امکاناتو څڅه به استفادې سره دترافيکي ستونزو دلرې کولو په لاره کې اقدام وکړي.
ده دغه راز دترافيکو رياستونو ته له امنيه قوماندانيو څخه دترافيکي مسووليتونو دورکولو غوښتنه وکړه او څرګنده يې کړه دترافيکو رياستونو ته دترافيکي مسووليتونو دسپارلو په صورت کې ترافيکي چارې به ښه منظمې شي او ستونزې به لرې شي .
0 1 دقیقه لوستل