کابلباختردميزان٣
دهيواد دکورنيوچارو وزير د پوليسو له مشرتابه سره په کتنه کې په انتخاباتوکې دپوليسو دبيطرفي غوښتنه وکړه .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دافغانستان داسلامي جمهوريت د کورنيوچارو وزيرمحمدعمر داودزي له ولسي جرګې څخه د باوردرايې له ترلاسه کولو څوساعته وروسته دملي پوليسوله جګپوړو مسوولينو سره وکتل او په انتخاباتوکې د دوي دبيطرفي داصل په رعايتولو او دامنيت د تامينولو په لاره کې دجدي اقداماتو غوښتنه وکړه .
ده وويل : چې دجمهوري رياست اود ولايتي شوراګانو دانتخاباتودامنيت دتامينولو او په دغوانتخاباتوکې دپوليسو دبيطرفي د رعايتولوڅرنګوالي دپوليسو په وړاندې دافغانستان د خلکو له کليدي پوښتنو څخه دي او ايجابوي چې دپوليسو ټول منسوبين دې دقومي ،سمتي ،ګروهي اوژبنيو تعلقاتو له پاملرني پرته خپلو مقدسو دندو ته چې هماغه دانتخاباتودامنيت تامينول دي په ټول جديت اوصداقت سره عمل وکړي .
دکورنيو چارو وزيرد رايې ورکولود مرکزونو، دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو دکانديدانو د انتخاباتو دکميسيون د مامورينو او رايوورکونکودامنيت تا مينول دانتخاباتو دامنيتي پروګرام په چوکاټ کې دپوليسو له دندو څخه وبلل او په دې برخه کې دپوليسو په جدي اقداماتو ټينګاروکړ .
0 1 دقیقه لوستل