دکورنيو چارو وزير د کونړ ولايت امنيتي حالت له نږدې وڅيړه

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ١٨ :
دکونيو چارو وزير پرون د کونړ ولايت ته سفر وکړ او ددغه ولايت امنيتي حالت يې له نږدې وڅيړه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دکورنيو چارو وزير ستر پاسوال غلام مجتبى پتنګ په دې سفر کې د کونړ له والي ، د ولايتي شورا له غړو، قومي مشرانو او ددغه ولايت له خلکو سره وکتل او وروسته ددغه ولايت سرحديولسوالۍ ناړې ته لاړ او له دولتي مسوولينو، خلکو او په دغې ولسوالۍ کې دميشتو سرحدي پوليسو له ځواکونو سره وکتل او ددغې سيمې امنيتي حالت يې وڅيړه.
دکورنيو چاو وزير د هيواد د پولو دفاع په کارکې دسرحدي پوليسو دځواکونو لوړه روحيه وستايله او وې ويل چې د افغا نستان امنيتي ځواکو نه ښه ځواکمنۍ لري او دې ته چمتو دي چې په غوڅه توګه او په زړورتيا سره د هيواد دپولو دفاع وکړي اود خپلو پلرو نو او نيکو نو په شان تيري کوونکو او يرغلګرو ته د عبرت درس ورکړي.
ده د افغا نستان په خاورې دپاکستاني پوځيانو وروستيو تيريو او هغو دسيسو اوتوطيو ته په اشارې سره چې ددغو تيريو ترشا شته، وويل: دافغانستان دښمنان ددغه هيواد د خلکو پرخلاف د ډول ډول دسيسو او توطيو په ترسره کولو سره په دې لټه کې دي چې د افغانستان د ترقي او پرمختګ مخه ونيسي، خو د افغانستان امنيتي ځواکونه او ميړني خلک په دغو دسيسو په پو هيدو سره تيار دي چې دهر را ز تيري کوونکي عمل په وړاندې دخپل هيواد دځمکني بشپړتيا دفاع  وکړي.
دکورنيو چارو وزير دکونړ ولايت د پوليسو له ځواکونو سره په کتنه کې، ددغه ولايت امنيه قوماندان او دپوليسو يو شمېر نور افسران اوسرتيري د مډالونو او ستاين ليکونو په ورکولو سره وستايل.
په همدې حال کې دکونړ والي، د ولايتي شورا غړو ، قومي مشرانو او خلکو په هغې کتنه کې چې له ستر پاسوال مجتبى پتنګ سره لرله؛ د هيواد له امنيتي ځواکونو په تيره بيا دسرحدي پوليسو له ځواکونو سره خپل بشپړ ملا تړ اعلام کړ او ټينګار يې وکړ چې دوى د هيواد د دفاع په لاره کې هر راز سرښندنې اوځان تيريدنې ته يتار دي او په غوڅه توګه د امنيتي ځواکو نو ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته