امنیت

دکورنيو چارو وزارت په مقاماتو د ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
دکورنيو چارو وزارت په  جګپوړو  چارواکو د ځانمرګي او يرغليز بريدمخه ونيول شوه.
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: پنځه تنه ډار اچوونکي چې دکورنيو چارو وزارت په جګپوړو چارواکو د ځانمرګي او يرغليز بريد د ترسره کولو نيت درلود؛ هدف ته له رسيدو مخکې   د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا  له ځانمرګو وسايلو، دووتومانچو، شلو لاسي بمونو او له دوو جوړو پوځي جامو سره د کابل ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتوکې ونيول شول.
نيول شويوکسانو غوښتل چې د امنيتي ځواکونو له جامو، جعلي کارتونو او له يوه زغروال موټر څخه په استفادې سره دکورنيو چارو وزارت ته ننووځي او ددغه  وزارت د رهبرۍ د غونډې د جوړيدو په وخت کې له دريو تنو ځانمرګو يرغلګرو څخه په  استفادې سره ځانمرګى او يرغليز بريد ترسره کړي.
د ملي امنيت اداره وايي:
• د پيښور د بورد اوسنى اوسيدونکى، په اسلام آباد پوهنتون  کې محصل او د بريد سازمان ورکوونکى نصرت الله؛
• د ځانمرګوکسانو ساتوونکى عصمت الله د جنت ګل زوى ؛
• ځانمرګى يرغلګر نظام الدين د اميرګل زوى؛
• ځانمرګى يرغلګر  عزيزالرحمن د فضل الرحمن زوى
• او ځانمرګى يرغلګر نظر محمد د خير محمد زوى هغه کسان دي چې د دغې توطيې په اړوند نيول شوي  او په خپلو  جرمونو يې اعتراف کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته