امنیت

دکورنيو چارو وزارت ويندوى: په هلمندکې امنيتي حالت ښه شوى دى

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٥ :
دکورنيو چارو وزارت ويندوى په هلمند ولايت کې د چاڼيزو عملياتو د دوام او په دغه ولايت کې د امنيتي حالت د ښه والي خبرې کوي .
دباخترآ ژانس د خبرله مخې: دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ څرګنده کړه  چې دهلمند و لايت د خانشين، نوزاد او سنګين په ولسواليوکې دطالبانو پرخلاف دامنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات دوام لري او دپوليسو ځواکونو ته داکمالاتو اودمهماتو د رسولو بهير مخکې له مخکې له ټاکلى امنيتي پروګرام سره سم پرمخ ځي .
دکورنيو چارو  وزارت ويندوى په دې بيان سره چې طالبانو په هلمندکې سخته ماتې  زغملې ده اوپه دغې ماتې سره يې ددغه ولايت په نورو سيمو د بريد توان له لاسه ورکړى دى؛ زياته کړه چې دهلمند ولايت په دغو ولسواليوکې داغيزمنو عملياتوله اجرا کولو سره جوخت په دغو ولسواليوکې دسيمه ييزوپوليسو دپياوړتيا په باب د باثباته او خوندي فضا د برابرولو په مقصد له خلکو او قومي مشرانو سره خبرې روانې دي.
صديقي په همدې حال کې د نيمروز او نورستان په ولايتونوکې د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو جګپوړو قوماندانانو د نيونې خبرورکړ  او څرګنده يې کړه  چې  دغه دوه تنه قوماندانان دنيمروز په ولايت کې د طالبانو  د ډلې له خوا نومول شوى والي مولوي عبدالرشيداوپه نورستان کې دطالبانو مهم قوماندان فضل اکبر دپوليسو دځانګړو ځواکونوله خوا په جلا جلا عملياتوکې ونيول شول او ډير ژر به عدلي اوقضايي بنسټونو ته وسپارل شي .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى ټينګاروکړچې دغو دوو تنو قوماندانانو په پاکستان کې جنګي اوتروريستي زده کړې کړې دي او دنيولو په وخت کې هم په پاکستان کې له مشخصو کړيو سره په اړيکه کې و او په دغو دوو  ولايتونوکې يې تروريستي او مرګاني بريدونه رهبري او تمويلول .
په نيمروز ولايت کې  دطالبانو  نومول شوى والي مولوي عبدالرشيد دنيول کيدو په وخت کې ١٤٠ کيلوګرامه نشه يي توکي هم له ځان سره لرل  .
دغه راز دکورنيو چارو وزارت ويندوى دکابل ولايت دپغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دجمعې په شپه د اورلګيدنې دڅرنګوالي دڅيړنې په مقصد ديو هيئت دموظف  کولو خبرې وکړې او زياته يې کړه چې دغه هيئت به ډير ژر د دغې پيښې د جزئياتو او د هغې د رامنځته کيدو د عاملو په باب خپل رپوټ د کورنيو چارو وزارت  مشرتابه ته وړاندې کړي.
دکورنيو چارو وزارت ويندوى په داسې حال کې په هلمندکې دچاڼيزو عملياتو د دوام خبرې کوي چې دملي دفاع وزارت به هم هلمند ته د زياتو پوځي قطعاتوپه استولوسره په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونوسنګرونه پياوړي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته