کابل – باختر د ثور دمياشتې ١١
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين دکاناډا له سفير سره په کتنه کې دامنيتي بنسټونو په ظرفيت جوړولو او ځواکمنۍ کې دکاناډا رول ستر وباله.
په دې کتنه کې ستر امنيتي معين ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو دترسره کولو دبهير د امنيت دتامينولو او په دې ستر ملي بهير کې د دوى د پراخ ګډون په لاره کې دافغانستان خلکو ته دښو امنيتي شرايطو برابرولو ته په اشارې سره وويل ، چې دملي پوليسو د ځواکونو وړتيا او ځواکمني دنړيوالې ټولنې دمرستو او همکاريو محصول دى چې په دې بهير کې دکاناډا رول هم ستر دى .
وروسته دکاناډا سفير دانتخاباتو دبهير دامنيت د تامينولو په لاره کې دافغانستان دامنيتي پوځونو دبرياليتوب له امله دخوښۍ په څرګندولو سره وويل ، دهغو اټکلونو پرخلاف چې دافغانستان ددولت دمخالفينو له خوا شوي و، افغان امنيتي ځواکونو په تيره بيا دافغانستان ملي پوليسو وکولاى شول د انتخاباتو امنيت لکه څنګه چې لازمه وه تامين کړي.
دغه راز په دې کتنه کې دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين د کاناډا سفير ته دامنيتي مسوليتونو دترلاسه کولو ، دانتخاباتو دامنيت دتامينولو او دانتخاباتو
د بهير دنورو پړاونو لپاره دامنيتي تياري په باب معلومات ورکړل.
2 1 دقیقه لوستل