دکورنيو چارو وزارت د سنا مجلس د هيئت رپوټ نه تائيدوي

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٢١ :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي: د پوليسو د وسلو او رنجرموټرونو د ورکېدو په باب له نورستان ولايت څخه د سنامجلس د هيئت رپوټ په جدي توګه ترڅيړنې لاندې نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلى دى چې دکورنيو چارو وزارت ديوې زياتې اندازې وسلو اودپوليسو د رنجرموټرونو د ورکيدو په باب په رسنيو کې خپورشوى رپوټ نه تائيدوي  او له دې سره جوخت څرگندوي چې د سنامجلس د هيئت  له سفر سره جوخت، دکورنيو چارو وزارت يو جګپوړى هيئت چې مشري يې د پوليسو د قطعاتو د يو رييس په غاړه دى؛ د نورستان ولايت ته تللي او اوس په هغو څيړنو بوخت دي چې دسنا دهيئت له خوا  له رسنيو سره  شريک شوى دى.
دکورنيو چارو زارت مني چې د نورستان ولايت د هيواد يو نا امنه او لرې ولايت دى او د څو وروستيو کلونو په بهيرکې د نورستان ولايت څو لرې پرتې ولسوالۍ څو ځلې په موقت ډول د دښمن لاسته ورغلي او بېرته د نورستان د پوليسو په ميړانې  د هغوى له منګولو څخه ازادې شوي چې په دې موده کې زموږ په لسګونو تنه پوليسان شهيدان اوټپيان شوي دي چې دا پخپله د دې موضوغ ښکارندوى دى چې د وسلو او واسطو  له منځه تلل، هم له ځانه سره لري.
تراوسه پورې د وسلو او رنجرموټرو د ورکېدو په اړوندکوم رپوټ دکورنيو چارو وزارت په لاس کې نشته او دغه وزارت ترهغه وخته پورې په دې باب د نظر له څرگندونو څخه ډډه کوي چې د کورنيو چارو وزارت استول شوى هيئت په رسمي ډول خپل رپوټ دغه وزارت ته وسپاري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته