سیاست

دکورنيو چارو وزارت دهېواد په جيلونو کې هر رازځورونه ردوي

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٥ :
دکورنيو چارو وزارت   له هغه وروسته چې  دجمهوري رياست دفرمان له مخې يې دهېواد دجيلونو اوتوقيف خونو مسووليت په غاړه واخيست ،  دهېواد داساسي قانون  او دبنديانو دځورونې اووسله والو شخړو دبندولو په باب دنړيوالو کنوانسيونونو په رڼا کې هلې ځلې کړې دي چې په پرله پسې توګه دپاليسو او منطقي طرزالعملونو په تدوينولو سره  دهېواد په ټولو جيلونو کې  دبشردحقوقو رعايتولو ته زياته پاملرنه وکړي .
دکورنيو چارو وزارت  له بنديانوسره په چلند کې ځان داساسي قانون  اودهېواد دنورو قوانينو په اجراکولو موظف بولي .دغه وزارت  دخپلو قانوني مکلفيتونو له مخې  تل په جيلونو اوتوقيف خونو کې دپوليسو دمنسوبينو دچلند  دڅرنګوالې څارنه کړې ده او دشکمنو کسانوپه وړاندې يې دملي پوليسو دمنسوبينو هر راز سرغړونې ترقانوني څارنې لاندې نيسي .
دکورنيو چارو وزارت دملي پوليسو په لسګونو تنه منسوبين چې له خپلو قانوني  دندو څخه يې سرغړونه کړې ده  ترعدلي څارنې لاندې نيولي دي اوپه ځينو مواردو کې يې له دندې څخه ګوښه او څارنوالۍ ته يې معرفي کړي دي .
دملي پوليسو دازادي دسلبولو دمرکزونو  په سلګونو تنه منسوبين له
ګوښه شوي او سالم افراد ځاى پرځاى شوي دي  .
دازادي دسلبولو دمرکزونو دنويو اومعياري ودانيو جوړول دبشردحقوقو رعايتولو اودبنديانو د ژوندانه دحالت ښه والې ته  زمينه برابره کړې ده.
دکورنيو چارو دوزير دپاليسي له مخې  اړونده مرکزونه موظف دي  چې دازادي دسلبولو  په مرکزونو باندې  دبشردحقوقو ، مرکزي ټولنې ، ازادې رسنۍ ، دولتي او غيردولتي مرکزونو ، دکورنيو چارو وزارت  دپلټنې دډلو  اودملي شورا  دمرکزونو دبشپړې لاسرسي  زمينه برابره کړي  چې دبنديانو په مقابل کې دافغانستان دملي پوليسو دهرراز ناسم چلند مخه ونيول شي  اودبدچلند عاملين وپيژندل  شي  او سزا ورکړ شي .
دلوى څارنوالۍ استازي دجمهوري رياست د ١٣٩١ کال دزمري دمياشتې دپنځمې نيټې د ٤٥ ګڼه فرمان له مخې  دبشردحقوقو او جندر اودجيلونو اوتوقيف  خونو دلوى رياست  ګډ هيئت  دبنديانو دحالت دڅيړنې په خاطر توظيف شوي و او دغه هيئت دهېواد مرکز او ولايتونو دټولو جيلونو اوتوقيف خونو له پلټنې اوڅيړنې وروسته  خپل ليکلي رپوټ  وړاندې کړي دي  چې په دې  رپوټ کې دهېواد په جيلونو کې دهيڅ راز بدچلند او ځورونې  نښې نښانې نه دى ليدل شوي .
په همدې حال کې دافغانستان په جيلونو کې دبنديان دحالت په اړوند ديوناما ددفتر دوروستۍ رپوټ له خپريدو وروسته د هېواد په رسنيو کې  يو لړخبرو ته لمن وهلي شوې ده چې ګنې دکورنيو چارو وزارت  دجيلونو له حالت څخه لازمو څيړنو پرته   اوپه پرته له دې چې  ديوناما وروستۍ رپوټ  په دقيق ډول مطالعه کړي دغه رپوټ يې رد کړي دي .
دا په داسې حال کې ده  چې په هېواد کې دبنديانو دحالت په اړوند ديوناما وروستۍ  رپوټ  له خپرولو  مخکې دکورنيو چارو وزارت ته ليږدل شوي و او دغه وزارت ددغه رپوټ له جدي او هراړخيزي مطالعې وروسته ځواب يې ورکړي دي . لکه  څنګه چې  پورته اشاره شوې ده دافغانستان داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو وزارت  دڅارونکو هيتونو په استولو  دهېواد دجيلونو او بنديانو دحالت څرنګوالې له نږ دي په  هراړخيز ډول څيړلي دي  او هر راز رپوټ  ، خبرې  او تحليل   چې په دې اړوند دملي او نړيوالو مرکزونو له خوا وړاندې شي هم ددغه  وزارت له نظره لري نه دي پاتي  اوپه هر اړخيز ډول  تحليل او څيړل کېږ:ي .
دټينګار وړ دي چې دکورنيو چارو وزارت  په روښانه ډول دهر هغه څه  په جريان کې دي  چې په جيلونو اوبنديانو تيريږي. دهيوادپه جليونو او توقيف خونو کې دبنديانو دحالت په باب  دکورنيو چارو وزارت  دڅيړنو نتيجې ددغې ښکارندوى دي  چې هيڅ رازځورونه په هغه ډول چې ديوناما په وروستۍ رپوټ کې يې يادونه شوې ده دهيواد په جليونو اوتوقيف خون کې نشته. خوشايد دافغانستان جيلونه او توقيف خونې  دژوندانه دحالت له پلوه دنړۍ  دپرمختللو هيوادونو له جيلونو اوتوقيف خونوسره  نه شي پرتله کېداى  په بل عبارت له يو هيواد   څخه تر بل هيواد پورې دجيلونو دحالت څيړنې متفاوتي دي  څرنګه چې  دجرم او مجرم  دماهيت ډول له يو هيواد څخه تربل هيواد پوري توپيرلري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته